هېواد کې وروستیو ورښتونو او سېلابونو په ډېری ولایتونو کې عامو هېوادوالو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق وايي، له ملي او نړیوالو موسسو سره یې په همکارۍ د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله زیانمنو شویو سره د خوراکي، غیر خوراکي او نغدو پيسیو د وېش لړۍ پیل کړې، چې په وري میاشت کې یې ۲۵۳۹۸ کورنیو سره یادې مرستې کړې دي.
سایق زیاتوي:« له ملي او نړیوالو موسسو سره په همکارۍ په تېره یوه میاشت کې نږدې ۲۵ زره ۳۹۸ کورونو ته خوارکي او غیر خوراکي او نغدو پیسو مرستې وېشلي دي، د دې ترڅنګ له پېښو سره د مبارزې ولایتي رئیسانو د لومړي راپور له مخې، د وري میاشتې له ۲۹ مې تر دا مهاله په غزني، پکتیا،جوزجان،غور، فراه، نیمروز، سمنګان،پروان، هلمند، ننګرهار ولایتونو کې د سېلابونو او بارانونو له امله ۲۹ هېوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷ کسان ژوبل شوي دي.»
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند وايي، په هېواد کې د وروستیو ورښتو او سېلابونو له امله ۲۵۲۵ جریبه کرنیزې ځمکې ویجاړې شوې دي.
سایق وايي، ټولو اړوندو ولایتي رئیسانو ته یې لارښوونه کړې، چې په ولایتونو کې زیانمنو ته بېړنۍ او پر وخت مرستې ورسوي.
له دې سره یو شمېر د سیاسي چارو شنونکي د سرپرست حکومت له اړوندو ادارو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو غوښتنه کوي، چې په هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو شویو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.
د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی وايي:« هیله مو دا ده چې د حکومت بېړنیو چارو وزارت په دې کې رغنده رول ولوبوي، دغه راز هېواد کې چې کوم پانګه وال دي، هغوی دې هم مرستې وکړي، ترڅو اړمنو ته مرستې ورسېږي، د نړیوالې ټولنې سازمانونه چې په افغانستان کې دي، له هغوی مو هم هیله دا ده، چې زیاتې مرستې وکړي.»
په تېرو څو اوونیو کې د هېواد په ډېری ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو له امله سخت سېلابونه راووتل، چې خلکو ته یې درانه مالي او ځاني زیانونه واړول.
د سېلابونو له امله زیانمن شوي کسان له سرپرست حکومت او مرستندیه بنسټونو غوښتنه کوي، چې بېړنۍ مرستې ورسره وکړي.