Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د یوناما مشرې د هند بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

د یوناما مشرې د هند بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/20

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما)مشرې روزا اتونبایوا د هند د بهرنیو چارو له وزیر اېس جي شنکر سره نوي ډیلي کې په هېواد کې د شته ننګونو د حل لپاره د سیمه‌ییزو او نړیوالو په همکاریو خبرې کړي.

یوناما پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، په دغه لېدنه کې روزا اتونبایوا له افغان ولس سره د نوي ډیلي له بشري ملاتړ او اوږدمهاله ملګرتیا هم مننه کړې.

یوناما زیاته کړې:« د افغانستان لپاره د یوناما مشرې له افغانانو سره د هند بشري مرستو او اوږد مهاله ملګرتیا له امله مننه وکړه او په افغانستان کې یې د شته ننګونو د حل لپاره د سیمه ‌ییزو او نړیوالو همکاریو پر اهمیت خبرې وکړې.»

د سیاسي چارو شنونکی عبدالجبار اکبري وايي: « ښه ده چې یوناما له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان د وصلولو په برخه کې خپلې هڅې وکړي، له نړۍ سره یې پیوند کړي او نړۍ ته د افغانستان یو مثبت تصویر وړاندې کړي، ترڅو نړیوال قناعت ترلاسه کړي او د رسمیت پېژندنې په برخه کې یوه سیمه‌ییزه اجماع رامنځته شي، اوسنی وضعیت مهار شي او نړۍ دې ته چمتو شي چې اسلامي امارت پر رسمیت وپېژني.»

بل لور ته د هند د بهرنیو چارو وزیر اېس جي شنکر هم پر خپله اېکس پاڼه د افغانستان لپاره د یوناما له مشرې سره د افغانستان په تړاو د نظر له تبادلې خوښي څرګنده کړې.

نوموړي ټینګار کړی، چې هند په راتلونکي کې د افغانستان لپاره په بېلابېلو برخو کې مرستې چمتو کړي.

شنکر زیاته کړې: « خوښ یم چې  د افغانستان لپاره مې د یوناما له مشرې روزا اتونبایوا سره د افغانستان په روانو حالاتو د نظر تبادله وکړه. هند په راتلونکي کې د افغانستان لپاره غنم، درمل، افت وژونکي او د ښوونځي تجهیزات چمتو کړي دي.»

د نړیوالو اړیکو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « هند تل د افغانستان له خلکو سره  نېکې اړیکي ساتلي او په بېلابېلو برخو کې یې زموږ خلکو سره مرستې کړي؛ نو هیله‌من یو چې اسلامي امارت هم د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه د ګاوڼډيو هېوادونو د ملاتړ د جذبولو په برخه کې عملي ګامونه واخلي او د نړیوالې ټولنې او ګاوڼديو هېوادونو مشروع غوښتنې ومني، ځکه په اوسنیو شرایطو کې د سیمې هېوادونو او نړیوالې ټولنې له ملاتړ پرته د سیاسي ننګونو او ستونزو حل شونی نه دی.»

د سیاسي چارو شنونکی شهسوارسنګروال وايي، یوناما له دې لارې هڅه کوي چې د هند کومې اغېزې په سیمه او افغانستان کې موجودې دي، هغه مالومې کړي او په خبره یې د ګاونډي هېواد پاکستان په پرتله یې له سرپرست حکومت سره ښې اړیکې پاللي.

سنګروال زیاتوي: « که ګټه یې ورته نه رسېږي نو زیان هم نه رسوي؛ خو د سیمې یو شمېر هېوادونه په ځانګړې توګه پاکستان چې تل د ټي.‌ټي‌.پي خبره کوي او وايي چې افغانستان کې موجود دي او پاکستان ګواښي، همداراز تاجکستان د داعش خبره کوي چې داعش په سیمه کې په ځانګړې توګه د منځنۍ اسیا هېوادونو ان تر روسیې پورې چې کومه اندېښنه موجوده ده، دا ټولې هغه خبرې دي چې یوناما غواړي د هند فکر هم دې ته واوړي چې دغه ننګونې څومره مهمې دي؛ زما په نظر څومره چې د ترهګرۍ مساله ده او یا هغه ننګونې چې په دې تړاو په سیمه کې موجودې دي، دا هغه څه دي چې اسلامي امارت په وار وار رد کړي او ویلي دي چې د افغانستان خاوره د هېڅ بهرني پر وړاندې نه کارول کېږي.»

دا په داسې حال کې ده،چې د یوناما مشرې له دې وړاندې هم د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره کتلي او په افغانستان کې یې د بشري حقونو، مرستو او ښځو حقونو په برخه کې خبرې کړي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist