Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
نړیوالې رسنۍ: اسرائیلو پر ایران برید کړی

نړیوالې رسنۍ: اسرائیلو پر ایران برید کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/20

د امریکايي ورځ پاڼې واشګنټن پوست په خپل راپور کې د یوه اسرائیلي چارواکي له قوله ویلي، پر ایران د اسرائیلو توغندیز بریدونه د هغو بریدونو غچ اخیستل ول چې ایران د اسرائیلو په خاوره د سلګونه بې پیلوټه الوتکو او توغندیو په وسیله ترسره کړل .

له دې سره  امریکا چې د ایران او په منځني ختیځ کې د ایراني ملاتړو ډلو پر وړاندې د اسرائیلو ستر مالي ملاتړ ته یې دوام ورکړی د دې بریدونو په تړاوو یې رسمي غبرګون نه دی ښودلی .

د دې ترڅنګ د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سونانک چې په سیمه کې یې د کړکېچ له پراخېدو سره مخالفت ښودلی او  ویلي دي، اسرائیل حق لري د ځان دفاع وکړي.

سوناک وايي:« د دوشنبې په ورځ د ایران له خوا پر اسرائیلو بریدونه نامسووله پرېکړه وه. ما د اسرائیلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو ته ویلي چې په سیمه کې د کړکېچونو دوام د هېچا پر ګټه نه دی خو اسرائیل حق لري چې د ځان دفاع وکړي.»

په ورته مهال د ایران امنیتي چارواکو ویلي، د ایران په خاوره د اسرائیلو له لورې هېڅ ډول برید نه دی ترسره شوی.

چارواکو زیاته کړې ، د چاودنو کوم غږونه چې اورېدل شوي د ایران په دننه کې محسوس شوي دي .

بل خوا د ملګرو ملتونوعمومي منشي انټونیوګوتېریش په منځني ختیځ کې روان وضعیت په سیمه کې د کړکیچونو دپراخېدو په مانا بللی.

ګوتېریش له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دعامه وګړو د خوندیتوب لپاره دې دغچ اخیستنې لړۍ ودرول شي .

هغه زیاته کړې:« منځنی ختیځ د اور په لمبو کې دی. نړیواله ټولنه باید پر ګډه کار وکړي تر څو د هغو ګواښونو مخنیوی وکړي، چې عام وګړي په کې قرباني کېږ.، د غچ اخیستنې خونړۍ دورې د پای ته رسېدو وخت دی.»

بل پلو د  سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان وايي، په سیمه کې روان وضعیت به افغانستان هم بې اغېزې پرېنږدي.

د دوی په خبره د اسرائیلو او ایران تقابل به په سیمه کې د ډېری هېوادونو سیاسي او اقتصادي ثبات ته زیان ورسوي  او دغه لانجه به په غزې کې د اسرائیلو په بریدونو کوم د پام وړ اغېز ونه لري.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي:« د ایران او اسرائیلو کړکېچ په منځني ختیځ او  خلیج کې اغیزې لري، کړکېچونه منځته راوړي، بیې به لوړې شي، د تېلو بیه به پورته شي او پر افغانستان به یې هم اثرات وي، ځکه ایران له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې لري، افغانستان هم یو څه صادرات ایران ته کوي، له ایران هم توکي راځي، د چابهار مساله هم ده، نو په ټوله کې اغیزې خامخا په سیمه باندې کېدونکې ده او د نړۍ پام هم دې جګړې ته کېږي.»  

له امریکا پرته جرمني ، چین ، مصر او ګڼ شمېر نورو هېوادو  بیا د اسرائیلو او ایران غچ اخیستونکي بریدونه په سیمه کې د بې ثباتې د پراخېدو لپاره لاملونه ګڼلي او په درېدو یې ټینګار کړی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

بقايي: ایران به د اسلامي امارت رسمیت پېژندلو په تړاو پرېکړه له ارزونو وروسته وکړي
نړۍ

ایران د اسلام اباد دویم پړاو خبرو کې ګډون رد کړ

اپریل 22, 2026
مولانا فضل الرحمن: د ډېورنډ فرضي کرښې په اړه د پاکستان ادعا یو اړخیزه ده
نړۍ

فضل الرحمن: سیاسي او اقتصادي ستونزو کې ډوب پاکستان د نورو منځګړیتوب کوي

اپریل 21, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

ایران: امریکا سره دویم پړاو خبرو کې د ګډون پلان نه لرو

اپریل 21, 2026
عمران خان او مېرمنه یې په ۱۴-۱۴ کاله بند محکوم شول
نړۍ

بشرا بي بي له محکمې د خپلې سزا ځنډولو غوښتنه کړې

اپریل 20, 2026
د بریټانیا لومړی وزیر: نه پرېږدو اوکراین د افغانستان په برخلیک اخته شي
نړۍ

سټارمر: بریټانیا او فرانسه به د هرمز تنګي خلاصولو لپاره د یوې سرمشریزې کوربه توب وکړي

اپریل 14, 2026
واشنګټن او تهران د ایران اټومي پروګرام په اړه خبرې کوي
نړۍ

د پاکستان له ناکامېدو وروسته، سویس د ایران – امریکا خبرو کوربه توب ته وړاندې شوی

اپریل 14, 2026

وروستي خبرونه

کونړ کې د پوځي رژیم بریدونو له امله ۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د پاکستان پوځي رژیم د کونړ پر مرکز او ځینو ولسوالیو بریدونه کړي

اپریل 28, 2026
ننګرهار ولایت کې د اوسپنې ویلي کولو صنعت غوړېدلی

سوېل زون د ګول سیخونو او ګاډرو په تولید کې ځان بسیا شوی

اپریل 23, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

بلخ کې د اسلامي امارت مشرتابه د ۱۷مه ګڼه فرمان خپرولو په اړه عامه پوهاوی پيل شو

اپریل 23, 2026
وروستیو ورښتونو هرات کې کرنیزو حاصلاتو ته د کروندګرو هیلې زیاتې کړې دي

چارواکي: هرات کې پر ۲۰۰ زره هکټاره ځمکو غنم کرل شوي

اپریل 23, 2026
بغلان کې مرګوني سېلابونه؛ ۳۱۵ کسان مړه  او سلګونه نور ژوبل شوي

راتلونکو څو ورځو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو خبرداری ورکړل شو

اپریل 23, 2026
د ملګرو ملتونو تازه موندنې؛ افغانستان ته د وارداتو کچه لوړه شوې

راپور: د افغان- قزاق راکړه ورکړې کچه ۷۷ سلنه لوړه شوې

اپریل 23, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist