• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ادریس زمان رسماً د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وټاکل شو

کندهار؛ څارونکو د ټاکنو دفتر تړلو ګواښ وکړ

shamshadnews by shamshadnews
2018/11/01

کندهار کې ولسي جرګې ته د نوماندانو ناظرينو د کندهار د ټاکنو کمېسیون د تړلو ګواښ وکړ.

د نوماندانو لسګونو ناظرينو د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مخته د اعتراض په ډول راټول شوي وو او ټاکنيزو کمېسيونونو له مسوولينو څخه يې وغوښتل، چې کندهار کې د ټاکنو په اړه ثبت شوي شکایتونه په بې پرې ډول وځېړېاو له بايمټريک پرته نورې رایې باطلې اعلان کړي.

ناظرين د شکایتونو له کمېسيون څخه غواړي، چې ثبت شوي ټاکنيز شکایتونه وڅيړي او د بايومټريک پرته نورې رایې ونه شمېري.

 معترضین تور لګوي، چې د ټاکنو کمېسیون په خپلسري او ناقانونه توګه په خپل سر د رايې صندقونه خلاص کړي او درغليو ته زمینه برابروي.

پر همدې مهال د کندهار د ټاکنيزو کمېسيونونو مسوولين وایي، چې د اعتراض کوونکو غوښتنو ته به رسېدنه کوي.

پر همدې مهال د کندهار د ټاکنیزو شکایتونو د کميسيون مسوولين وایي، چې کندهار کې د تيرې شنبې د ورځې د ټاکنو په اړه ورسره ۴۵۰ رسمي شکایتونه ثبت شوي دي، چې تر ۱۴۰ پورې يې جدي دي.

بل لوري بيا د کندهار د ټاکنو کميسون مشر نعمت الله وردګ وايي، چې د رایې صندقونه يې د شکایتونو د کمیسیون، ټي پا، فیفا او د ناظرينو مخ ته مات کړي او خاص ليستونه یې ځيني را ايستلي دي.

د کانديدانو په ګټه په يو شمېر ولسوالیو کې د صندقونو ډګېدل، د زور کارونه، د ټاکنو په ورځ د ټاکنو د کمېسيون د کارکوونکو لخوا د یو ځانګړي کانديد په ګټه د رایې ورکونکو هڅول او داسې نور هغه موارد دي، چې د ټاکنو د ورځې راهيسې کندهار کې د ټاکنيزو شکایتونو په توګه ثبت شوي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده
افغانستان

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی
افغانستان

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي
افغانستان

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې
افغانستان

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی
افغانستان

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025

وروستي خبرونه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

بندچک لوبډلې میدان وردګو کې د کرېکټ شپنیو سیالیو اتلولي خپله کړه

جون 15, 2025
د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د وینې ورکول ستایلي

جون 15, 2025
شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

شنونکي: د ایران او اسراییلو جګړه د سیمه ‌ييز امنیت، ثبات او اقتصاد پر زيان ده

جون 15, 2025
د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

د ایران او اسراییلو جګړه د پراخېدو په حال کې ده

جون 15, 2025
یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

یو.اېن.ډي.پي: ۹۰ سنله افغان کورنیو ناوړه اقتصادي وضعيت تجربه کړی

جون 15, 2025
پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

پر ايران د اسرایيلو بريد هلته مېشت افغانان اندېښمن کړي

جون 15, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist