Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر غني: د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام پر ټاکنو ولاړ دی او دا اساسي کرښه ده

admin by admin
2021/05/18

ولسمشر محمد اشرف غني له بهرنیو رسنیو سره په خپله تازه مرکه کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې د هېواد راتلونکی نظام پر ټاکنو ولاړ دی او ټاکنې اساسي کرښه ده.

نوموړي په دغه مرکه کې د جګړو د شدت له امله خپله اندېښنه پټه نه کړه، خو وايي، له میاشتو یې دا ډول حالت ته چمتووالی درلود.

ولسمشر غني د کندهار ارغنداب ولسوالۍ  یادونه وکړه او وې ویل: طالبانو یې د نیولو پلان  درلود، خو دوی یواځې د ویجاړوونکي ځواک په ډول بریدونه وکړل او د خلکو له توندو احساساتو سره مخ شول.

ولسمشر غني وویل: ((طالبان سیمې نه شي نیولی، دوی یواځې ځورونکي بریدونه کوي. دا یوه ویجاړوونکې قوه ده. دوی خاوره نه شي ساتلی. ارغنداب په کندهار کې یواځینۍ ولسوالۍ وه چې دوی یې د نیولو هڅه کړې وه او خلک ور سره اوس په پوره احساس نفرت کوي.))

وروسته له هغې چې د امریکايي سرتیرو وتل پیل شول، ورسره جګړو او بریدونو هم زور واخیست، خو ولسمشر محمد اشرف غني د نورو خلاف وايي، د بهرنیو سرتیرو وتلو پرېکړه ستراتیژیکه ده، دا وتل به جګړه اسانه او هر څه به روښانه کړي.

په دغه مرکه کې ولسمشر د سیمې هغو هېوادونو اندېښنو ته په اشارې چې افغانستان کې یې د امریکايي سرتیرو له حضور درلودې، ویلي، نور باید یو ځای کار وکړو څو ګډ خوندیتوب ته ورسیږو.

ښاغلي غني وویل: ((سیمه اوس پوهېږي چې امریکا په افغانستان کې د اوږدې مودې له پاره د پاتې کېدو نیت نه لري. نو موږ باید سره یو ځای شو تر څو یوې ټولیزي امنیتي ستراتیژۍ ته ورسېږو.))

ولسمشر د جمهوریت پر بقا ټینګار وکړ او وې ویل، د افغانستان راتلونکی سیسټم پر ټاکنو ولاړ دی، او له ټاکنو انکار ډیرې پوښتنې پیدا کولی شي.

ولسمشر په دې تړاو وویل: ((طالبان باید ومني چې د افغانستان راتلونکی سیاسي سیستم باید په ټاکنو ولاړ وي. دا اساسي کرښه ده. نورې خبرې د بحث وړ دي. که دا اساسي غوښتنه نه منل کېږي بیا د حقونو پوښتنه او په تېرو شلو کلونو کې زموږ د لاس ته راوړنې چې ځانګړې برخه یې د مېرمنو، ځوانانو، اقلیتونو او د ژوند په ټولو برخو کې دي، ټولې تر پوښتنې لاندې راځي.))

ولسمشر غني د زور له لارې د طالبانو راتګ ته په اشارې وايي، غواړي د خپل هېواد لپاره مړ شي خو د جګړو د دوام په صورت کې خپل خلک او امنیتي ځواکونه یوازې نه پرینږدي.

ولسمشر غني وایي: ((که جنګ دوام پیدا کوي، زه اعلی سر قومندان یم. زه به خپل خلک پرېنږدم، زه به خپل ځواکونه هم پرېنږدم، زه غواړم چې د خپل هېواد لپاره مړ شم. زه په واک کې د پاتې کېدو سره لېوالتیا نه لرم. زه د نظم راوستلو ته ژمن یم. افغان ټولنه نظم غواړي.))

ولسمشر غني د مرکې په پای کې وویل: ((اړ یم ګواښونه ومنم او د ژوند تر ورستیو شېبو د خپل ولس د هوساینې لپاره کار وکړم، دا تاریخ دی چې قضاوت به کوي.))

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist