Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حبیب الله بدر: د کابل نیولو پر مهال د څرخي پله له زندانه شاوخوا ۶۰۰ داعش وسلوال وتلي وو

حبیب الله بدر: د کابل نیولو پر مهال د څرخي پله له زندانه شاوخوا ۶۰۰ داعش وسلوال وتلي وو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/20

د بندخونو چارو د سمون ادارې پوځي مرستیال قاري حبیب الله بدر له شمشاد سره په ځانګړې مرکه کې وایي، د مخکېني حکومت چارواکو په کابل کې د اسلامي امارات بیا واکمنېدو پرمهال په بندخونو کې بندي داعشیانو ته د تېښتې زمينه برابره کړې وه.

د بدر په وينا هغه مهال  یوازې د څرخي پله له زندانه شاوخوا ۶۰۰ داعشیان تښتېدلي وو چې اوس یې ډېری بېرته نیولې اوعدليي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

بدر زیاتوي: « د څرخه پله زندان په درېیم بلاک کې داعیشان وو چې شمېر یې تر پنځه یا شپږ سوه پورې رسېده، دوی ته یې د وتلو زمینه مساعده کړه او دوی ووتل، اوس یې ډېری بېرته نیول شوي دي. موږ د ټولو مجرمینو دوسیې اخېستې دي او عدلیې، قضايي او امنیتي ارګانونو ته مو سپارلي او الحمدالله زیاتره بېرته نیول شوي دي.»

حبیب‌الله بدر د شخصي زندانونو په اړه هر ډول ادعاوې ردوي او ډاډ ښې چې هېڅ چاته به اجازه ورنه کړي چې شخصي زندان جوړ او خلک محاکمه کړي.

د نوموړي په خبره اوس مهال د هېواد په زندانونو کې ۲۱ زره تنه د بېلابېلو جرمونو په تور بنديان دي چې له دې ډلې يې  ۱۴ سوه تنه ښځې دي.

بدر وايي: « موږ د ټول هېواد په زندانونو کې ۲۱ زره بندیان لرو  چې ۱۴۰۰ یې ښځینه دي، اووه یا اته سوه مجوزین؛ د اصلاح وړ اطفال دي راسره، همداراز نور بندیان چې جرمي کچه یې جنايي ده، لکه د قتل موضوع، د اختطاف موضوع، اخلاقي فساد او د سرقت مسالې دي.»

د بندخونو د چارو د سمون اداري پوځي مرستیال هغه کنګوسې رد کړې چې ګواکې د افغانستان په بندخونونو کې بندیان له سختو شکنجو سره مخ دي او ربړول کېږي.

هغه زیاتوې، په بندخونو کې بندیان هېڅ ډول نه ربړول کېږي او که څوک یاد عمل ترسره کړي عدلي او قضایي ارګانونو ته به يې  ورپېژني.

د بدر په خبره: « الحمدالله په ټول افغانستان کې به یې څوک ثابته نه کړي چې په زندانونو کې شکنجه، تکلیف، وهل او ډبول دي. ما مخکې هم له رسنیو سره شریکه کړې او اوس یې هم وایم که داسې څوک پیدا شي چې په زندانیانو ظلم کوي زه یې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارم، دا هېڅ حقیقت نه لري او زه یې په کلکه ردوم.»

د نوموړي د مالوماتو پراساس دمګړۍ په زندانونو کې شاوخوا ۴۰ بهرني وګړي بندیان دي، چې د بېلابېلو هېوادونو اړوند دي او د مختلفو جنایي جرمونو په تور نیول شوي دي.

هغه وايي: « د ۴۰ تنو په شمېر بهرني بندیان له موږ سره شته، چې د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي او د ګاونډيو هېوادونو، لکه: پاکستان، ایران او داسې نورو هېوادونو کسان دي. سیاسي بندیان نه لرو.»

د بندخونو چارو د سمون اداري پوځي مرستیال دغه راز وايي، د هېواد په ټولو زندانونو کې یې د بندیانو لپاره د دیني ،عصري زده‌ کړو او مسلکي مهارتونو په برخه کې د ځانګړو زده کړو زمينه هم برابره کړې ده.

نوموړی ډاډ څرګندوي چې په ټولو زندانونو کې د بنديانو لپاره اړين امکانات چمتو شوي او له هرو اړينو اسانتياوو برخمن دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مشرتابه په امر د کوچني اختر په مناسبت د هېواد له بېلابېلو بندخونو شاوخوا ۳۰۰۰ بندیان خوشې شول.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist