Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د دولت دننه د دوو شورا ګانو د جوړښت لپاره هڅې روانې دي

admin by admin
2021/05/18

افغانستان دا مهال له حساس سیاسي او نظامي پړاو سره مخ دی، چې د دې وضعیت څخه د خلاصون لپاره د مقابلو جهتونو تر څنګ، د جمهوریت په چوکاټ کې د ملي اجماع او واحد نظر د رامنځته کېدو لپاره هم هڅې روانې دي.

باوري سرچینې وايي، د ولسمشر غني په همغږۍ د یو شمېر سیاسیونو لخوا د یوې باصلاحیته شورا د تشکیل لپاره هڅې پیل شوي، چې تر اوسه کومې خاصې پایلې ته نه دي رسېدلې.

موثقه سرچینه وايي، هم مهاله د دوو شورا ګانو د جوړښت لپاره کار روان دی چې د دواړو صلاحیت او غړي توپير لري.

سرچینې زیاتوي، د لومړۍ احتمالي جوړېدونکې باصلاحیته شورا پرېکړه به وروستۍ وي، د غړو شمېر به یې له لسو تر پنځلسو کسانو وي او د دوهمې شورا شمېر به بیا زیات، خو مسوولیت به یې یوازې تر مشورې محدود وي.

په ورته وخت کې، د صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند ویاند عبدالفتاح احمدزی د دې شورا ګانو جوړول بې اغیزې ګڼي.

رسمي ادرسونه په دې اړه څه نه وايي، خو د دوی له ټولنیزو ادرسونو څخه له سیاسي مطرح څېرو سره د لیدونو او مشورو راپورنه ورکول کیږي چې هدف یې ملي اجماع ښودل کیږي.

شنونکي بیا په دې باور دي چې له دې وړاندې د ملي مصالحې شورا په چوکاټ کې هم د رهبرۍ شورا د جوړښت هڅې شوي او تشکیل یې هم اعلان شوی، خو هغه شورا د صلاحیت له اړخه عاجزه وه او همدا مسله د سیاسیونو او ارګ تر منځ د واټن د رامنځته کېدو لامل شوه.  

ShareTweetShareSendSend

Related News

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي
روغتیا

شریف: ننګرهار کې د نورو کلونو په پرتله ساري ناروغۍ کمې او کنټرول شوې دي

اگست 4, 2026
سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی
افغانستان

سهیل افریدی: د خیبر پښتونخوا او بلوچستان وضیعت له کنټرول وتلی

اگست 4, 2026
ټرمپ: که د بګرام اډه را ونه سپارل شي، ښایي ناوړه پایلې ولري
نړۍ

امریکا له ایران سره د خبرو اترو نوی پړاو پیلوي

اگست 4, 2026
پاکستان او ترکمنستان ټاپي پروژه د شریکو هېوادونو د اړيکو لپاره حياتي بللې
اقتصاد

ترکمني چارواکو د ټاپي پروژې د پرمختګونو ارزونه کړې

اگست 4, 2026
بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي
نړۍ

بلوڅ ازادي غوښتونکو تېره میاشت پر پاکستاني ځواکونو ۵۰ پوځي عملیات ترسره کړي

اگست 4, 2026
د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ
افغانستان

د کرنې وزارت جګ پوړي پلاوي اروپا ته رسمي سفر پيل کړ

اگست 4, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist