د راپورونو له مخې، ځايي چارواکو اعلان کړی چې دا توپان تېر ماښام ناوخته د هند سوېلي ساحل ته رسېدلی چې تر اوسه یې دولس کسان مړه کړي دي.
چارواکو دغه راز ویلي چې له سیمې یې ۱۵۰ زره کسان له خپلو استوګنځیو ایستلي او خوندي سیمو ته یې لېږدولي دي.
د هند د هوا پېژندنې اژانس دې توپان ته ټوټکای نوم ور کړی چې د هوا د چټکتیا کچه یې په یوه ساعت کې ان تر ۱۰۳ میله پورې رسېږي.
اسوشېټېد پرېس خبري اژانس دا توپان د دویمې درجې توپان سره مساوي بللی.
پر هند دا توپان داسې مهال راغلی چې دا هېواد د وبا له امله له ډېر سخت حالت سره مخ شوی، روغتونونه د اکسېجن ډبو، بسترونو، نورو بېړنیو روغتیايي توکو او درملو له کمبود سره مخ دي.











