شاهین قول اردو ادعا کوي چې فاریاب ولایت کې یې د هوايي برید پایله کې د درې پاکستاني اتباعو په ګډون ۱۹ وسله وال طالبان وژلي، او ۱۵ نور ټپيان کړي دي.
قول اردو ویلي چې هوايي برید تېره ورځ د فاریاب ولایت پښتونکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوې غونډې تر سره شوی، چې پایله کې یې ۱۹ وسله وال وژل شوي، او د فاریاب لپاره د طالبانو د نظامي مسؤل په ګډون ۱۵ وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.
د سرچینې په خبره، وژل شویو کسانو کې د المار او بالامرغاب ولسوالۍ لپاره د طالبانو نومول شوي ولسوالان او د اندخوی لپاره د طالبانو نظامي مسؤل هم شامل دی.
وسله والو طالبانو تراوسه دوی ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.











