لوګر کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا ویاند، احمد شکیل تسل وايي چې هوايي ځواکونو تېره شپه د ازرې ولسوالۍ کوزه جوتره سیمه کې پر وسله والو طالبانو هوايي بریدونه کړي دي.
نوموړی زیاتوي چې د هوايي بریدونو پایله کې د ملا داود ډلې دولس وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
د تسل په خبره، هوايي بریدونو کې یو شمېر وسلې، مهمات او اوه عرادې موټرسایکلونه هم له منځه تللي دي.











