Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

ولسمشر: د پاکستان لوی درستيز راته ويلي چې د طالبانو امارت یې د هېواد په ګټه نه دی

admin by admin
2021/05/13

ولسمشر په اختریز پيغام کې وویل چې د پاکستان لوی درستیز قمر جاوید باجوه ورته ویلي چې د طالبانو امارت د پاکستان په ګټه نه دی او دوی له جمهوریت ملاتړ کوي.

ولسمشر غني پر طالبانو غږ وکړ چې د سولې لپاره ښه چانس دی ځکه بهرنیان هم وتلي دي.

هغه وویل چې طالبان له خلکو باج اخلي او له هغو خلکو ډوډۍ غواړي چې خپله یې نه لري.

ولسمشر دا هم وویل چې په روانې جګړه کې د هېواد هغه زیر بنا لمنځه وړل کېږي چې د خلکو د وینو په بیه جوړ شوي.

ولسمشر یوځل بیا وویل چې د سولې لپاره ژر ټاکنو ته چمتو دی.

د ولسمشر غني په خبره، حکومت له طالبانو نه غواړي چې تسلیم شي بلکې سیاسي حل لار دې ولټوي.

ولسمشر طالبانو ته د لویې جرګې د جوړېدو وړاندیز هم وکړ چې ستونزه د خبرو له لارې حل شي.

ولسمشر غني وويل: ټاکل شوې چې د ایران لوړ پوړی پلاوی کابل ته راشي او په نوو اړیکو به مهمې خبرې وشي.

ولسمشر وویل چې افغانان واحد ملت دی او هېڅوک یې د وېشلو توان نه لري او که څوک یې هڅه وکړي د خلکو له کلک غبرګون سره به مخ شي.

ولسمشر وویل چې د سولې لپاره اجماع شته او په راتلوونکي کې به د سیاسیونو، ولس او سیمې  په کچه اجماع جوړه کړي.

د محمد اشرف غني په خبره، په تېرو پنځه کلونو کې دومره جوماتونه جوړ شوي چې په تاریخ کې ساری نه لري.

افغان ولسمشر وویل چې افغانستان دوامداره ملګري او دښمنان نه لري بلکې مونږ  باید خپلې ملي ګټې وپالو.

دهغه په خبره له بهرنیانو سره د اړیکو نوی باب پرانېستل شوی.

ولسمشرله اختر لمونځ وروسته رسنیو سره خبرو کې  وویل چې د کرونا درېیمه څپه هم پيل شوې او باید ښه مدیریت شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول
افغانستان

خوست کې۱۲۰۰ تنه له حرفوي زده کړو فارغ شول

فبروري 9, 2026
خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو
افغانستان

خوست او پکتیا کې سلګونه جبري راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل شو

فبروري 9, 2026
ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو او جاپان هلمند کې د دوو ښوونځیو لپاره نوې ودانۍ جوړې کړې

فبروري 9, 2026
هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست
فرهنگ او هنر

هرات کې د ایران کونسلګرۍ د ښځو لاسي صنایعو او هنري اثارو نندارتون پرانست

فبروري 9, 2026
د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی
افغانستان

د بشري حقونو څار سازمان افغانستان کې د لوږې زیاتېدو په تړاو خبرداری ورکړی

فبروري 9, 2026
یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې
افغانستان

یوناما: پاکستان تېر کال څه باندې ۶۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې

فبروري 9, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist