ځايي سرچینې وايي، له طالبانو د جلا شوې ډلې مشر، ملا منان نیازی تېره شپه د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ اړوند میر داود سیمه کې د ملا هیبت الله ډلې طالبانو له لوري په یوه کمین کې ټپي شوی دی.
د هرات والي، سید وحید قتالي هم پېښه تاییدوي او زیاتوي چې نوموړی تېره شپه د هرات ولایت په یوه سویلي ولسوالۍ کې ټپي شوی او درې تنه ملګري وژل شوي دي.
یو شمېر روغتیايي سرچینې هم مني چې ملا منان نیازی پر سر ټپي شوی او اوسمهال د هرات حوزوي روغتون په (آی سي یو) برخه کې تر درملنې لاندې ده.











