حماس ډلې وروسته له هغه پر تل ابیب راکټي بریدونو ته زور ورکړ چې اسرائيلي ځواکونو الاقصاء مسجد کې پر لمونځ کووکو بريدونه زيات او پر هغوی یې فشار راوړ چې له بيت المقدس څخه خپل کورونه وباسي.
د راپورونو له مخې، حماس ډلې په پنځو دقيقو کې په يوه بې ساري ګام کې پر اسرائيلي اهدافو ۱۳۷ راکټونه توغولي، چې د اسرائيلي ځواکونو له هوايي بريدونو سره مخ شوې ده.
د دواړو خواوو په بریدونو کې شپږويشت فلسطيني وګړي او دغه راز دوه اسرائيليان وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو د دواړو لورو ترمنځ د تاوتريخوالي پر زياتېدو اندېښنه ښودلې او د حالاتو عادي کېدو غوښتنه يې کړې ده.











