د ارزګان والي، محمد عمر شېرزاد وايي، پېښه تېره شپه د ترینکوټ ښار کمربندي پوسته کې رامنځته شوې.
شېرزاد زیاتوي چې نفوذي بریدګر د یوه بل ملګري په مرسته څلور پولیس وژلي او غوښتل یې د تیښتې پر مهال یو هاموې ټانک او یو رینجر موټر هم له ځان سره یوسي، خو هوايي ځواک ور رسېدلی، پر برید ګر او د بریدګر په څلورو نورو ملګرو یې برید کړی او وژلي یې دي.











