سرچینې وايي، طالبانو د کندهار په شاولیکوټ ولسوالۍ کې له سختې جګړې وروسته د دهلې د بند پوستې سقوط کړي.
سرچینې زیاتوي چې د دهلې بند پوستې وروسته له هغه سقوط شوې، چې له یوې اوونۍ مقاومت وروسته هم د پوستو سرتېرو ته مرسته نه وه ور رسېدلې.
د دهلې بند په افغانستان کې تر کجکې وروسته دویم لوی بند بلل کیږي چې، د اوبو د يوې سترې منبع په توګه هم پيژندل کیږ.
د دهلې بند د کندهار د زراعت، اقتصاد او څښاک د اوبو لپاره حیاتي ارزښت لري چې د دې ولایت د اوو ولسوالیو کرهڼه پرې ولاړه د.
یاد بند د کندهار په شمال ۴۵ کیلو میترۍ کې د شاه ولیکوټ ولسوالۍ په اړوند سیمه کې موقعیت لري، چې اوس يې د حکومت له لورې د بیارغونې د یوې لويې پروژې کارونه د پیلېدو په حال کې وو.











