د طالبانو د فراه ولایت بالا بلوک ولسوالۍ اړوند شیوان کلي کې د ملي پوځ یوې قرار ګاه ته تونل کندلی او چاودنه یې ورکړې ده.
د ولایتي شورا غړی، خیر محمد نورزی وايي، وسله والو طالبانو تېره شپه په شیوان کلي کې د ملي اردو یوې قرار ګاه ته د تونل له لارې چاودنه ورکړې، چې له امله یې شاوخوا دیرش سرتېري وژل شوي دي.
نورزی زیاتوي چې طالبانو یو شمېر سرتېري ژوندي نیولي او له ځانه سره یې خوندي ځای ته بېولي دي.
د فراه والي، تاج محمد جاهد بیا وايي چې طالبانو شیوان کلي کې د ملي اردو یوې پوستې ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې اوه سرتېرو خپل ژوند بایللی او بنځه نور ټپيان شوي دي.











