دغه ولسوالۍ کې چې طالبانو څلور ورځې وړاندې ډله ییز بریدونه پیل کړي وو، سخته جګړه روانه ده، خو د هوايي ځواک په مرسته د طالبانو هغه قطعې پر شا شوي، چې د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ ودانۍ یې محاصره کړې وې.
سرچینې وايي، افغان هوايي ځواکونو تېره شپه بریدونه کړي او ۲۸ وسله وال طالبان یې وژلي دي.
د مالوماتو له مخې، هوايي بریدونو سره هم مهاله له کندهار ښار څخه د ورغلو مرستندویه ځواکونو او طالبانو ترمنځ درنې او سختې جګړې هم شوي دي.
امنیتي سرچینې وايي، له هلمند، ارزګان او کندهار څخه د وسله والو ګڼې قطعې د میوند ولسوالۍ د سقوط په موخه بریدونه کړي دي او لاهم په ډېرو سیمو کې جګړه روانه ده.
دغې ولسوالۍ کې د جګړې له امله د کندهار – هرات لاره بنده ده، چې دواړه خواوو ته سلګونه مسافر بند پاتې دي.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي











