افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي محمد صادق خان په مشرۍ یو پاکستانی پلاوی کابل ته راغلی، چې د دوی د پوځ او استخباراتو کسان هم پکې شامل دي.
د شنونکو په باور، دا سفر په داسې حال کې کېږي چې په تېرو شلو کلونو کې پاکستان د افغانستان هېڅ غوښتنه نه ده منلې او افغان حکومت لا هم د پاکستان پر ريښتونولۍ شک لري.
همدا شان، دا سفر په داسې حال کې شوی چې لا هم له طالبانو سره د سولې خبرې له خنډ سره مخ او په افغانستان کې هم نظر دادی چې د سولې کيلي له پاکستان سره ده.
د ملي امنيت شورا دفتر بیا وایي، نن د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب افغانستان لپاره د پاکستان له ځانګړي استازي محمد صادق خان سره وکتل او دواړو خواوو پر سولې، امنیت، سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې وکړې.
د کابل او اسلام اباد ترمنځ دې ته ورته پلاوي ډېر سره تبادله شوي، لا یې کومه مطلوبه پایله نه لیدل کېږي.
له دې وړاندې، ولسمشر غني پاکستان ته خبرداری ورکړی وو چې له افغانستان سره د دوستي او دښمني په برخه کې يو وټاکي.
پاکستان له دې وړاندې هم تل د مرستې ژمنه کړې، خو تر دې دمه په دې برخه کې مهمه لاسته راوړنه نه لیدل کيږي او د هېواد په دننه لا هم د اسلام آباد د دريځ په اړه شکونه پر خپل ځای دي.











