ولسمشر محمد اشرف غني نن په څلورو ولایتونو کې د شپږ ميليارده افغانيو په ارزښت د زرو پراختیايي پروژو پرانیسته وکړه.
هرات ، بلخ ، کندهار او ننګرهار هغه ولايتونه وو چې نن پکې د ولسي تړون د پروګرام له لارې زر پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
ددغو پروژو له ډلې ۵۳ یې د برښنا، ۴۷ یې د اوبو رسولو او شااوخوا اته نیم سوه یې په اساسي ډول د وړو سړکونو او کوڅو جوړونې په برخه کې دي .
د قانون له مخې، حکومت مکلف دی چې ټولو هېوادوالو ته یو ډول خدمات وړاندې کړي او په دې برخه کې ولسمشر غني ژمنه وکړه چې ټولو ولایتونو ته به د ولسي تړون د پروژو خدمات ورسوي .
د ولسمشر په خبره، طالبانو د يو ميلیارد ډالرو په ارزښت عامه تاسیسات له منځه وړي او پر دې ډلې يي غږ وکړ چې د ملي ځايونو او عامه شتنمنۍ له ويجاړېدو دې لاس واخلي.
په ورته مهال، د ښار جوړونې وزارت د جایدادونو د اسنادو د ورکړې پروسه ستونزمنه یاده کړه او په وینا یې که همداسې دوام وکړي نو سلو کلونو ته اړتیا ده چې د افغانستان ټولو جایدادونو ته یو ډول اسناد ورکړل شي .
جایدادونو ته د قبالو ورکړې پروسه له هرات ولایت څخه پیل شوې چې تردې مهاله شلو جایدادونو ته قبالې ورکړل شوي چې ملي بودیجې ته یې شپاړس ملیونه افغانۍ ګټه رسولې.











