د سیمې اوسېدونکو شمشاد نیوز ته وویل چې په چهاربولک ولسوالۍ کې ملي اردو ځواکونو خپله یوه قرارګاه پريښې او له خ تجهیزاتو سره یو ځای د دې ولسوالۍ بلې سیمې ته تللي دي.
د سرچينو په وينا د ملي اردو دغه پوځي مرکز له تېرو څو مياشتو راهيسې د طالبانو لخوا کلابند وو او د خوراکي توکو ور رسولو چارې يې ستونزمنې شوې وې.
د سيمې د خلکو په خبره د کلابندۍ تر څنګ طالبانو پر دغې قرارګاه د اوبو يو کانال هم ور خوشې کړی و چې د بېز شاوخوا هم زياتې اوبه ډنډ شوې وې..
سرچينې وايي چې ملي اردو له دغه بېز څخه خپل ټول تجهيزات ايستلي او يواځې دوه زغره وال ټانګونه يې په اوبو کې د بند پاتې کېدو له امله خپله له منځه وړی دي.
د شاهين قول اردو وياند حنيف رضايي شمشاد ته ومنله چې د ملي اردو ځواکونه د چهاربولک ولسوالۍ ګورتېپې سيمې له نصرت بېز څخه ايستل شوي او د يادې ولسوالۍ په يوه بله مناسبه سيمه کې ځای پر ځای شوي دي.
هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه عامو خلکو او کروندګرو ته د زيان اوښتو د مخنيوي په موخه له يادې سيمې څخه وتلي دي، خو نوموړی وايي چې له يادې قرارګاه څخه د ځواکونو وتلو سره به د دغې سيمې امنيتی وضعيت کې منفي بدلون رانشي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.











