باوري سرچينو شمشادنيوز ته وويل چې د ننګرهار لپاره د وسله والو طالبانو يو مهم نظامي قوماندان مولوي نیک محمد رهبر رهبرمل نن مازیګر ناوخته د کوزې پښتونخوا د پېښور حاجي کیمپ سيمه کې وژل شوی.
دسرچينې په خبره، له ده سره د ننګرهار لپاره دوه نور مهم طالب مشران عزيزالله مشهور په مصطفى او يو بل تن چې هويت يې نه دى څرګند، هم ټپيان شوي.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل هم د مولوي نیک محمد رهبر وژل تاییدوي.
والي وايي: «د ننګرهار لپاره د طالبانو يو مهم نظامي قوماندان مولوي نیک محمد رهبر نن مازیګر ناوخته د پيښور حاجي کیمپ سيمه کې وژل شوی او د ښاري شبکې د مسؤل عزيزالله مشهور په مصطفی په ګډون يې دوه ملګري ټپيان شوي.»
تر دې وړاندې پېښور کې د طالبانو له لوري د لغمان لپاره ټاکل شوى والي مولوي عبدالهادي پيشه وال هم وژل شوى وو چې داعش يې مسوليت اخيستى.
دغه راز د طالبانو يو بل مهم غړى مولوي ګلبهار هم په پښتونخوا کې ترور شوى وو.
طالبانو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ويلي.











