Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کارپوهان: افغانستان د ترهګرۍ مرکز نه بلکې قرباني دی

کارپوهان: سیاسي ګوندونو له جګړې او ناخوالو پرته خلکو ته په میراث څه نه دي پرېښي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/09

په ډېرو هېوادونو کې سیاسي ګوندونه فعال دي او خلک هم د دغو سیاسي ګوندونو په چوکاټ کې خپل سیاسي نظریات وړاندي کوي، فعالیتونه لري او له همدې لارې د حکومت برخه ګرځي او یا ترې لرې کېږي، خو په افغانستان کې په تېرو ۲۰ کلونو کې ۷۳ سیاسي ګوندونو فعالیت درلود او واک ته د اسلامي امارت له بیا ځلې رسېدو سره د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز لګېدلی دی.

عدلیې وزارت په تېر یوه کال کې دوه سیاسي ګوندونه او ۷۵ ټولنې د غیر قانوني فعالیت له امله امنیتي ارګانونو ته ورپېژندلي دي.

د عدلیې وزارت اعلامیه: « دوه ګوندونه او ۷۵ ټولنې د غیر قانوني فعالیت په دلیل امنیتي ارګانونو ته معرفي شوي. د افغانستان اسلامي امارت د عدلیې وزارت د تېر یوه کال په اوږدو کې دوه سیاسي ګوندونه او ۷۵ ټولنې د غیرقانوني فعالیت په دلیل امنیتي ارګانونو ته معرفي کړي دي. په دې لړ کې له هغو ۱۷ خيريه بنسټونو چې په کارونو کې یې نیمګړتیاوې وې او د اصولو خلاف یې کار کاوه، ژمنه اخيستل شوې چې خپل فعالیتونه له اصولو سره سم پر مخ یوسي. او همدارنګه ۱۹ خيريه بنسټونه هم په ټاکل شوي وخت د جواز نه تمدیدېدو له امله د عدلیې وزارت له لوري لغوه اعلان شوي دي.»

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، سیاسي احزاب د نړۍ په ټولو هېوادونو کې شتون لري خو په  خبره يې هغوی خپلو خلکو ته خدمت کوي.

دوی وايي، له تېرو څو لسيزو راهیسې سیاسي ګوندونو په افغانستان کې خلکو لپاره جګړې او ناخوالیو پرته نور څه په میراث نه دي پرېښي.

د سیاسي چارو کارپوه عزیز معارج وايي: « سیاسي ګوندونه په نړۍ کې او ان د افغانستان په تاریخ کې معمولا داسې وو، چې دوی به خلکو ته خدمات رسول، هېواد په پرمختګ کې به یې ونډه اخېستله او د اپوزېسیون په توګه به یې په اداره کې اصلاحات راوستل؛ خو له بده مرغه په افغانستان کې دغه څلور لسیزې را په دې خوا ګوندونو غیر له شر او فساد، جنګ، جګړې او بدبختۍ بل کار و نه کړ، په ځانګړې توګه د جمهوریت په ۲۰ کلونو کې نږدې ۷۲ ګوندونه وو چې دا ټول په قومي او سمتي ګوندونو بدل شوې وو، کومه خاصه برنامه یې نه درلوده غیر له دې چې ستونزې یې جوړولې، بدبختي یې راوسته، همدا وجه وه چې په افغانستان کې اوس د ټولو خلکو زړونه له ګوندونو تور دي.»

په ورته مهال ځېنې نور په هېواد کې د سیاسي ګوندونو د فعالیت پر اهمیت له ټينګار سربېره وايي، سرپرست حکومت باید سیاسي ګوندونو ته د فعالیت اجازه ورکړي.

د سیاسي چارو کارپوه محمد سلیم پیګیر وايي: « سره له دې چې په افغانستان کې ګوندونو مثبته پایله نه درلوده؛ خو د افغانستان سیاسي راتلونکي کې د ګوندونو موجودیت اړین دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د عدلیې وزارت سرپرست په هېواد کې د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو پرمنعه کېدو له ټینګار سره ویلي وو، چې د سیاسي ګوندونو د ثبت او راجسټر ریاست لغوه او له تشکیلاتو هم اېستل شوی دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې
افغانستان

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې
افغانستان

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي
افغانستان

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي
افغانستان

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې
افغانستان

د پوځي رژیم پر تېريو اعتراض؛ اعتراض لیک کې له نړیوالې ټولنې د پاکستان جنګي جنایتونو څېړنې غوښتنه شوې

مارچ 24, 2026
لاریون
افغانستان

جرمني کې د مېشتو افغانانو لاریون؛ د ملکي وګړو په نښه کول، هیچاته د منلو نه‌دي

مارچ 23, 2026

وروستي خبرونه

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

هرات کې پر موټرسایکلونو د مسافرو لېږد سره ټرافیکي پېښې هم زیاتې شوې

مارچ 24, 2026
د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

د ناټو غړي هېوادونه لا هم امریکا سره د هرمز تنګي په اړه واحد دريځ نه لري

مارچ 24, 2026
پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

پي‌ټي‌اېم پر افغانانو د پاکستان بريدونو مخنيوي لپاره د بریټانیا حکومت ته غوښتنې وړاندې کړې

مارچ 24, 2026
چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

چارواکي: عدلي طب کې لاهم پر امېد روغتون د برید ناپېژندل شویو شهیدانو جسدونه شته دي

مارچ 24, 2026
د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

د امریکا ولسمشر ایران کې د انرژۍ پر تاسیساتو برید، پنځه ورځې وځنډاوه

مارچ 24, 2026
د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

د پاکستان پوځي رژیم د ولسي خلکو نښه کول له ترهګرۍ سره مبارزه بولي

مارچ 24, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist