Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اسلامي امارت مشرتابه له دولتي کارکوونکو د تقاعد وضع کول بند کړل

د اسلامي امارت مشرتابه: د مقابل درناوي پر بنسټ له نړۍ سره ښې اړیکې غواړو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/08

که څه هم اسلامي امارت په تېرو څه باندې دوه نیمو کلونو کې په وار وار له نړیوالې ټولنې څخه د تعامل او رسمیت پېژندنې غوښتنه کړې او د دوحې له هوکړې سره سم یې دا د ځان مشروع حق بللی خو له دې هر څه سره سره دغه کشاله لا هم همداسې پر خپل ځای ده.

د اسلامي امارت مشرتابه  د کوچیني اختر د رارسېدو په مناسبت په خپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا له نړۍ سره د تعامل او د ډېپلوماټیکو اړیکو د جوړولو غوښتنه کړې.

په دې پیغام کې له هېوادونو غوښتل شوي چې د دوه اړخیز درناوي او د اصولو په نظر کې نیولو سره د متوازن او اقتصاد محوره سیاست پر اساس ښې اقتصادي او سفارتي اړیکې ټینګې کړي.

د پیغام یوه برخه: « د سیمې له ټولو هېوادونو سره د اسلام مقدس دین په رڼا کې د متوازن او اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې پرمخ ځو، له ټولو سره ښې سفارتي او اقتصادي اړیکې غواړو، هغوی هم د افغانستان امنیت، ثبات او پرمختګ باید یو ښه فرصت وبولي، لا هم ښې اړیکې راسره وپالي.»

سرپرست حکومت له دې وړاندې نړیواله ټولنه او په تېره بیا امریکا په دې ننګولې چې ګواکې د دوحې هوکړې خلاف یې د رسمیت پېژندنې او تعامل په برخه کې ژمنې نه دي عملي کړي.

خو بل پلو په دې موده کې د امریکا بېلابېلو چارواکو رسمیت پېژندنه هغو ژمنو سره تړلې بللې چې دوی یې سرپرست حکومت پر نقض او نه عملي کېدا تورنوي.

د سیاسي چارو اخترمحمد راسخ وايي: «  خپله طالبانو چې په دوحه کې له خلیلزاد او غربي نړۍ سره، د نړۍ په حضور کې کومه پرېکړه وکړه، د همدې پرېکړې نه عملي کولو له امله ده چې د طالبانو نظام پر رسمیت نه پېژندل کېږي او طالبان هم په خپلو کړنو کې د مثبتو بدلونونو لار نه خپلوي، د ولس له لوري مشروعیت، د خوېندو پر وړاندې د کار او زده کړو دروازې نه خلاصول ټولې جدي ستونزې دي.»   

خو له دې هر څه سره سره د دې ستونزې حل لاره څه ده؟

د سیاسي چارو د یو شمېر شنونکو په باور له افغانستانه د ترهګرۍ د پراخېدا وېره او د بشري حقونو رعایت هغه دوه لویې مسالې دي چې د سرپرست حکومت له ډاډ سره سره یې نړیوال ترې اندېښنه لري.

دوی وايي، اسلامي امارت ته پکار ده چې په واقعي ډول په دې تړاو ټولې هغه اندېښنې ختمې کړي چې د رسمیت پېژندنې او تعامل په لاره کې خنډ دي.

د سیاسي چارو شنونکی برنا صالحي وايي: « له نړیوالې ټولنې سره دوه مهمې موضوعګانې دي چې زما په نظر د دې لامل شوې چې اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندل کېږي، یوه دا چې د افغانستان او سیمې په کچه له ترهګرو سره د طالبانو د اړیکو پرېکول او بل د نړیوالې ټولنې په ضد له بشري حقونو سره په ټکر کې د ښځو پر وړاندې د سختو قیوداتو او قوانینو پلي کول دي، زما په نظر تر هغې چې دغو دوو برخو کې نړیواله ټولنه قانع نه شي او د طالبانو په سیاست کې بدلون را نه شي، اسلامي امارت به د نړۍ له لوري په رسمیت ونه پېژندل نه شي.»        

باور دا دی، که نړۍ د سرپرست حکومت پر وړاندې له خپل دفاعي حالته راووځي او د عملي کړنلارو پر اساس له افغان حکومت سره د نړۍ د نورو هېوادونو په څېر چلن وکړي او په ورته مهال که سرپرست حکومت هم د بشري حقونو ورته لویو مسائلو کې له انعطافه کار واخلي چې نړۍ یې د شرط په توګه مطرح کوي؛ لرې نه ده چې په نږدې راتونکې کې د رسمیت پېژندنې مزل رالنډ شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist