Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
تکل: هند کې د افغان زده کړیالانو ستونزو ته به ژر رسېدنه وشي

تکل: هند کې د افغان زده کړیالانو ستونزو ته به ژر رسېدنه وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/04

د هند په ځېنو پوهنتونونو کې پر زده‌کړو بوخت یو شمېر زده کړیالان شکايت کوي، چې د هند حکومت له لوري يې ویزې نه تمديدېږي او له همدې امله له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

دوی زیاتوي، له تېرو دوه نیمو کلونو راهیسې يې په وار وار اعتراضیه غونډې کړې، خو په خبره يې بیا یې هم نه د افغانستان حکومت او نه هم هندي چارواکو غږ اورېدلی.

زده‌کړیالان وایي، نږدې درې کاله په پوره کېدو دي چې د هند او افغانستان پروازونه درېدلي او د ویزو نه تمديد ترڅنګ له مالي او ګڼو نورو ستونزو سره هم مخ دي.

دوی غوښتنه کوي، چې سرپرست حکومت دې له هندي چارواکو سره د دوی ستونزه شريکه او ژر دې حل کړي.

افغان زده‌کړیال عصمت الله احساس وايي: « ستونزې ډېرې دي چې یوه هم د ویزو ستونزه ده. افغان زده‌کړیالانو ته ویزې په خپل وخت نه تمدېدېږي او یا د دې لپاره داسې کوم شرط هم نه لري چې څنګه باید ویزه تمدید شي. همداراز د سکالرشېپونو ستونزې دي چې افغان زده کړیالانو ته دلته نور سکالرشېپونه نه ورکول کېږي او نه تمدېدېږي، له ډېرې مودې راهیسې له مالي ستونزو سره هم مخ دي؛ نو له اسلامي امارته غواړو چې د افغان زده کړیالانو ستونزو ته رسېدنه وکړي او ژر تر ژره یې حل کړي.»

ځېني نور زده‌کړیالان وایي، په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د هند حکومت د ګڼو افغان زده‌کړیالانو ویزې لغوه کړي دي.

دوی زیاتوي، د هند حکومت سکالرشېپونه اعلان کړي؛ خو اوس په دې اړه مالومات نه لري چې آیا دوی به خپلو زده کړو ته دوام ورکړای شي او که څنګه؟

هند کې افغان زده کړیال شفیع الله صابري وايي: « هغه زده‌کړیالان چې په افغانستان کې بند پاتې دي، له خپلو درسونو وروسته پاتې دي، د پروژو په ترسره کولو او د خپلو ډيټاوو په راټولولو کې ډېر ځنډ او خڼد له امله یې خپلو درسونو ته سمه رسېدنه و نه کړه.»

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء احمد تکل وایي، له هندي چارواکو سره په اړیکه کې دي او هڅه کوي، د هند په پوهنتونونو کې د افغان زده کړیالانو ستونزو ته مناسبه حل لاره پيدا کړي.

تکل زیاتوې، په نږدې راتلونکي کې به د افغان زده کړیالانو، سوداګرو، او افغان کډوالو ستونزې ژر حل شي.

هغه وايي: « د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د نړۍ په ټولو هېوادونو کې هلې ځلې کوي او هڅې روانې دي چې د افغانانو ستونزو او غوښتنو ته رسېدنه وشي په ځانګړې توګه هند کې د افغان زده کړیالانو په تړاو کابل کې د هند له سفارت سره د دوی پر ستونزو خبرې شوې او هیله من یو چې په لنډ وخت کې به د هغوی ستونزې هوارې شي او رسېدنه به ورته وشي.»

د پوهنتون ځېني استادان وایي، په هند کې افغان زده کړیالان او افغان کډوال له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي او له سرپرست حکومت غواړي چې له هندي چارواکو سره دې یادې ستونزې شریکي کړي.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « دا د اسلامي امارت مسوولیت دی چې هر ځای کې چې افغان وګړی ژوند کوي هغوی ته باید رسېدنه وشي. اوس هم د هند له دولت سره په تفاهم کومو ستونزو سره چې افغانان په هند کې مخ دي، د ډیپلوماټيکو لارو باید هوارې شي.»

په هند کې د افغانستان سفارت او دغه راز اسلامي امارت څو ځله له هندي چارواکو افغان زده کړیالانو او ناروغانو ته د ویزو ورکولو غوښتنه کړې، خو هندي چارواکو یې تراوسه غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې
افغانستان

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي
افغانستان

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی
افغانستان

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي
افغانستان

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026

وروستي خبرونه

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو له پاکستان د افغان زده کړیالانو د اخراج پرېکړې لغوه کولو غوښتنه کړې

سپتمبر 20, 2026
افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

افغان پولې ته نږدې د ایران په سراوان کې ۱۷ تنه افغان کډوال له تندې مړه شوي

سپتمبر 17, 2026
خلیلزاد: د پاکستان خلکو او پوځي رژیم ترمنځ واټن په زیاتېدو دی

خلیلزاد: پاکستان له نورو بحرانونو سربېره، اوس د بې باورۍ له بحران سره هم مخ دی

سپتمبر 16, 2026
د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

د ترکمستان برېښنا ادارې یوه پلاوي کابل کې د برېښنا شرکت له مشرتابه سره لیدلي

سپتمبر 16, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا نن د افغانستان په اړه درې میاشتنۍ علني ناسته کوي

سپتمبر 16, 2026
هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist