Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
خبریالان: اطلاعاتو ته محدود لاسرسی مو د کار پر وړاندې لوی خنډ دی

خبریالان د اسلامي امارت مشرتابه له لوري د رسنیو قانون پر توشېح کېدو ټینګار کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/04

د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې موجودې رسنۍ له بېلابېلو ننګونو سره مخ شوې.

اطلاعاتو ته محدود لاسرسی، اقتصادي ستونزې، له هېواده د مسلکي خبریالانو وتل او په لویه کې د رسنیو پر وړاندې د قانوني خلا رامنځته کېدل لویې ننګونې وې.

د بې پولو خبریالانو ټولنې د تېر۲۰۲۳ کال په اړه په يوه خپاره کړي راپور کې افغانستان د خبريالانو او رسنیو لپاره خطرناک هېواد بللی و.

یو شمېر خبریالان له سرپرست حکومته غواړي، چې د دوی شته ستونزو ته پاملرنه وکړي او د رسنیو قانون دې ژر تر ژره توشیح کړي.

خبریال احمد الله ستانکزی وايي: « موږ پر اسلامي امارت او د رسنیو پر ملاتړ کوونکو بسټونو او موسسوغږ کوو چې پر وخت دې رسنیو ته مالومات او اطلاعات ورکړي، د رسنیو ترڅنګ دې ودرېږي ترڅو رسنۍ خپل پخواني حالت ته وګرځي. که څه هم اطلاعات څه نا څه ښه شوي خو بیا هم دوی اقتصادي ستونزو او ننګونو سره مخ دي، په ټوله کې بیا هم به اسلامي امارت غږ کوو چې کوم قانون چې د رسنیو په اړه جوړ شوی هغه باید ژر تر ژره توشېح کړي تر څو رسنۍ د همدغه قانون، پالېسۍ او اصولو له مخې خپلو کارونو او خپرونو ته دوام ورکړي.»

خبریال فیصل ځلاند وايي: « له بده مرغه تېرو درېیو کلونو راهیسې په افغانستان کې د رسنیو او خبریالانو دغه شته ستونزې نه دي هوارې شوې، همداراز موږ او تاسو ګورو چې په افغانستان کې د اسلامي امارت په راتګ سره ډېری خبریالانو او ژورنالیستانو دا هڅه کوي چې له افغانستانه ووځي، رسنۍ له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او تړل کېږي. موږ د افغانستان له اسلامي امارت او حاکم نظامه غواړو چې د رسنیو شته ستونزې حل کړي او ژورنالېستانو او رسنیو ته قانوني ازادي ورکړي.»

د سیاسي چارو شنونکي په هېواد کې د رسنیو او د کارکوونکو لپاره یې د قانون رامنځته کول حیاتي بولي او ټینګار کوي، چې سرپرست حکومت دې په قانوني بڼه په افغانستان کې د رسنیو آزادي، کار او فعالیت ساحې روښانه کړي.

دوی ټنیګار کوي، د رسنیو د قانون په توشېح سره به په هېواد کې د رسنیو او د کارکوونکو پر وړاندې شته خنډونه حل شي.

د سیاسي چارو شنونکی واحد فقیري وايي: « زما په نظر رسنۍ او ژورنالیستان ټول دا غواړي چې په هېواد کې دې یو څرګند قانون موجود وي او دوی له ابهام سره مخ نه وي، دوی ته دا اسانه وي چې څه وايي او څه ونه وايي؛ نو د رسنیو لپاره  د قانون رامنځته کول یوه حیاتي مساله ده او په همدې خاطر په ټوله کې افغان ژورنالیستان دا شکایت کوي چې تر دې دمه په دې برخه کې کوم اقدام نه دی شوی او هیله ده چې په دې برخه کې عملي اقدام ترسره شي.»

د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، په هېواد کې د رسنیو ملاتړ کوي او د قانون له توشېح کېدو وړاندې اړین اصول او مقررات له رسنیو سره شریک کړل شوي دي.

نوموړی ډاډ ورکوي، چې د رسنیو اړوند قانون د توشېح لپاره د امارت مشرتابه ته استول شوی او په لنډ وخت کې به توشیح شي، چې له مخې به یې په هېواد کې د رسنیو د فعالیتونو قانوني چوکاټ رامنځته شي.

فطرت زیاتوي: « اسلامي امارت د رسنیو ملاتړ کوي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په شمول اړوند بنسټونه له رسنیو سره پوره همکار دي، موږ وینو چې د رسنیو فعالیتونه ښه روان دي، ځېني اصول او ضوابط چې باید له رسنیو سره شریک شي هغه د قانون تر توشېح کېدو وړاندې هم د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او اړوندو بنسټونو له لوري رسنیو سره شریک شوې دي، د بلګې په ډول د ملي ګټو، اسلامي ارزښتونو او خپلو عنعناتو په پام کې نیول، همداراز د پروپاګند او ملي ګټو خلاف نشراتو مخنیوی ټول هغه مهم اصول دي چې مخکې له مخکې رسنیو سره شریک شوې دي. د رسنیو اړوند قانون د توشېح لپاره د امیرالمومینین مقام ته چې ان شاءالله په لنډ وخت کې به دغه قانون هم توشېح شي او له دې وروسته به د قانون په رڼا کې ټولو ستونزو ته رسېدنه کېږي.»

د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته په هېواد کې ډېری تصویري او غږیزې رسنۍ د اقصادي ستونزو له امله سقوط او یا ګواښ سره مخ شوې. له دې سره په هېواد کې شاوخوا ۲۰زره خبریالان بې دندې شوې دي، چې ډېره برخه یې ښځینه خبریالانې دي.

په افغانستان کې داسې مهال د رسنیو د ملاتړ او د بیان آزادۍ غوښتنې مطرح کېږي، چې لا هم په هېواد کې د رسنیو د فعالیت په تړاو قانون نشته؛ خو اسلامي امارت ټنیګار کوي چې اړین اصول او مقررات یې وړاندې کړي او په لنډ وخت کې د رسنیو د قانون د توشېح کېدو ډاډ ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي
افغانستان

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول
افغانستان

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی
افغانستان

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو
افغانستان

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي
افغانستان

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي
افغانستان

کاکړ: د پاکستان غلطو پالیسیو افغانان ناراض او غوسه کړي دي

جون 18, 2026

وروستي خبرونه

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي زده کوونکي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

ننګرهار: له ښوونځیو تازه فارغ شوي د لوړو زده کړو لا زیات فرصتونه غواړي

جون 19, 2026
د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

د بلخ پولیسو او ټرافیکو ته نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

جون 18, 2026
تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

تخار کې په لومړي ځل د مالګې معیاري پروسېس کارخونه جوړېږي

جون 18, 2026
یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

یونس مومند افغانستان لپاره د اقتصادي پراختیا او نړیوالې سوداګرۍ فډرالي ټولنې استازی ټاکل شوی

جون 18, 2026
د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

د معاصر تاریخ، ادب، فولکلور او ژورنالېزم وتلی شخصيت حبیب‌الله رفیع هېواد ته راستون شو

جون 18, 2026
یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

یونیسف: د میلیونونه افغان ماشومانو روغتیا، زده کړې او ژوند د طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي

جون 18, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist