رسنیو ته رسېدلی مکتوب چې د اسلامي امارت مشرتابه له لوري مالیې وزارت ته استول شوی څرګندوي، چې د نظامي او ملکي کارکوونکو له معاشونو دې تقاعد نه وضع کېږي.
په دې مکتوب کې له ټولو دولتي ادارو د ملکي او نظامي کارکوونکو د تقرر نېټې، د خدمت موده او د تقاعد په نوم د وضع شوي مبلغ په تړاو توضیحات غوښتل شوي.
که څه هم د ماليې وزارت په شمول نور حکومتي چارواکي د ياد مکتوب په اړه بې خبري ښيي؛ خو ځېنو سرچینو بيا رسنيو ته دا مکتوب تائيد کړی دی.
د مکتوب یوه برخه:« د ۱۴۰۳ مالي کال د حمل میاشتې څخه د ملکي او نظامي کارکوونکو له معاشونو د تقاعد وضع کېدل بند کړئ او تاسې د ټولو امارتي اداراتو په همکارۍ د امارت په کچه د ټولو شته (برحاله) نظامي او ملکي کارکوونکو د تقرر نېټه، د خدمت موده او د تقاعد تر نامه لاندې وضع شوی مبلغ مالوم کړئ او موږ ته مالومات راکړئ.»
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي: « د مالیې وزارت په عنوان چې کومه خبره شوې په دې اړه ما تراوسه مالومات نه دي ترلاسه کړي، ما له دوی احوال هم غوښتی خو تراوسه ماته مالومات نه دي را رسېدلي، هر کله چې مالومات ترلاسه شول، ان شاءالله رسنیو سره به یې شریک کړو.»
د اسلامي امارت له بيا واک ته رسېدو وروسته متقاعدینو ته د تقاعد امتیازات نه دي ورکړل شوي.
د یو شمېر متقاعدینو اندېښنې د دې مکتوب په تړاو لا زیاتې شوي او له سرپرست حکومت غوښتنه کوي، چې د دوی نامالوم برخلیک دې روښانه کړي.
متقاعد غلام صدیق وايي: « خلکو ۴۰ او ۵۰ کاله خدمت کړی، کورنۍ لري، ستونزې لري؛ خو تقاعد یې نه ورکوي، هېڅ لامل یې هم څرګند نه دی چې ولې زموږ تقاعد نه راکوي.»
متقاعد احمدشاه وايي: « موږ داسې متقاعدین ولیدل چې په حق ورسېدل د ګور او کفن پیسې یې نه درلودې، ګاونډیانو یې پیسې راټولې او هغه یې خاورو ته وسپاره؛ نو تر دې حده موږ ستونزې لرو. موږ له اسلامي امارته غواړو چې زموږ حق راکړي موږ نه خیرات غواړو، نه زکات غواړو زموږ حق دې راکړي بس خلاص.»
د سیاسي چارو شنونکی شهسوارسنګروال بیا وایي، تقاعد د دولتي کارکوونکو له معاش ګرځول شوې پیسې دي او باید ورکړل شي او په خبره يې هغه کسان چې د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو وړاندې تقاعد شوي، باید د امتیازاتو موضوع یې په دې مکتوب پورې ونه تړل شي.
سنګروال زیاتوي: « موږ په دا وروستیو کې او تاسو ګورو چې متقاعدین تل له دولته غوښتنه کوي چې دوی ته دې د دوی د تقاعد پیسې ورکړل شي؛ نو دا فرمان په دې اغېز نه کوي دا د متقاعدینو حق دی او باید ورکړل شي. دا چې وروسته بیا له مامورینو تقاعد نه ګرځي او ټول معاش ورکوي زما په نظر دا په راتلونکي کې یو ډول ستونزه جوړولی شي، لکه مامورین سپینږیري کېږي، بیا د کار کولو وس نه لري نو د تقاعد پیسې ورته ډېرې په درد خوري، چاته نه احتیاجېږي او خپل تقاعد اخلي.»
سرپرست حکومت له دې وړاندې ویلي وو، چې د متقاعدینو د امتیازاتو طرحه د اسلامي امارت مشرتابه ته استول شوې؛ خو تر دې دمه یې په تړاو پرېکړه نه ده شوې.