Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: تېر کال ۴۳ پاکستاني وګړي د ترهګریزو برېدونو ترسراوي په تور نیول شوي

مجاهد: له امریکا غواړو د افغانستان هوايي حریم ته درناوی وکړي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/03

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد له شمشاد سره خبرو کې تائید کړه، چې بې پیلوټه الوتکې د هېواد حریم نقضوي.

مجاهد د هېواد پر هوایي حریم د امریکا بې پېلوټه الوتکو ګرځېدل ښکاره تېری او د نړیوالو اصولو او قوانینو خلاف ګړنه بولي.

نوموړی د کوم هېواد د نوم له اخيستو پرته له ګاونډيو غواړي، چې د افغانستان پر ضد امريکا ته د خپلو  حريمونو د کارولو اجازه ورنه کړي.

مجاهد وايي:« بې له شکه د افغانستان پرهوايي حریم هر ډول تجاوز د غندنو وړ ده  او موږ یې غندو. هغه هېواد چې دا کار کوي امریکا ده، موږ ترې جدي غوښتنه کوو چې د افغانستان پر حریم دا تجاوزونه نور پای ته ورسوي. بل دا چې  د هغو هېوادونو له فضا چې دغه تجاوز  ترسره کېږي، د افغانستان پر وړاندې ترې استفاده کېږي، موږ له هغوی غوښتنه کوو چې دا ودروي.»

له دې مخکې په نیمروز، کندهار، پنجشېر، لوګر، تخار، کندوز او ننګرهار کې هم د بې پېلوټه الوتکو د لیدل کېدو راپورونه ورکړل شوي وو.

ذبيح‌الله مجاهد د امریکا دغه کړنه نه توجیه کېدونکی عمل بولي او له ګاونډونو غواړي چې د ګاونډیتوب اصولو په پام کې نیولو سره دې د امریکا بې پېلوټه الوتکو ته اجازه نه ورکوي، چې د دوی حريم د افغانستان پر وړاندې وکاروي.

نوموړی زیاتوي، په دې برخه کې له امریکایي لورې سره خبرې شوي او که چېرې دغه کړنه همداسې دوام وکړي، سرپرست حکومت به یې پر وړاندې اقدامات وکړي.

مجاهد وايي:« له هر هېواده چې راځي، ښکار ده چې د افغانستان پر حریم تجاوز ده او دا تجاوز توجیه کېدونکی نه دی او باید هغه هېوادونه د نړیوالو اصولو له مخې ، د سیمه ییزو نزاکتونو له مخې او د ګاونډيتوب له مخې باید د افغانستان پر وړاندې خپله فضا ونه کاروي. په بار بار مو خبرې کړي خو امریکایانو تر اوسه پورې دې غاړه نه ده اېښې. انکار کوي. د افغانستان اسلامي امارت به هم اړ شي چې یو وخت ګام واخلي.»  

د سیاسي چارو کارپوهان بیا د افغانستان پر هوایي حریم د امریکایي الوتکو ګرځېدل پر سرپرست حکومت فشار راوړلو هڅه او له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه بولي.

دوی د افغانستان پر حريم د امریکا بې پېلوته الوتکو د ګرځېدو پړه پر ګاونډیو هېوادونه اچوي او زياتوي، چې ياد هېوادونه له امريکا څخه د خپل حريم د استفادې په مقابل کې پيسې او مالي مرستې ترلاسه کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې په یوه خبرې کنفرانس کې د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي وو، چې د امریکا بې پېلوټه الوتکې د پاکستان له لوري افغانستان ته داخلیږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist