واک ته د اسلامي امارت له بیاځلې رسېدو وروسته که څه هم تر دې دمه د هېڅ هېواد له لوري پر رسمیت نه دی پېژندل شوی؛ خو د ګاونډ په ګډون روسیه هغه هېواد دی چې په دې موده کې یې له اسلامي امارت سره نږدې سیاسي او ډېپلوماټیکې اړیکې پاللي.
تازه د روسیې ټاس دولتي خبري اژانس د دې هېواد بهرنیو چارو وزارت له قوله راپور ورکړی، چې روسیه غواړي د ترهګرو سازمانونو له تور لیسته د اسلامي امارت چارواکو د اېستلو پر پرېکړه غور وکړي.
په راپور کې ويل شوي، د روسیې بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو له لوري دغه پرېکړه په پام کې نیول شوې، چې په دې اړه وروستۍ پرېکړه د دې هېواد د سیاسي مشرتابه په لاس کې ده.
د راپور یوه برخه:« د ترهګرو سازمانونو له ډلې د طالبانو غورځنګ د اېستلو په برخه کې، یاده موضوع د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو او نورو اړوند ادارو له لوري په پام کې نیول شوې، چې وروستۍ پرېکړه به د هېواد د سیاسي مشرتابه له لوري ونیول شي.»
اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد بيا روسيې دغه اقدام ستایي او یاد ګام د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او ډېپلوماټیکو اړیکو په رغښت او پیاوړتیا کې اغېزناک ګڼي.
مجاهد د ملګرو ملتونو له سازمان او ګڼو نورو هېوادونو څخه چې لاهم د اسلامي امارت ځېنې چارواکي یې په تور لیست کې دي؛ د ورته پرېکړې غوښتنه لري.
هغه زیاتوي:« زموږ غوښتنه دا ده چې نور هېوادونه هم داسې ګامونه واخلي، کوم چا موانع لرلې او یا په قانوني توګه یې ستونزې جوړې کړې وې. هغوی هم باید دا ګامونه واخلي. دا یو موثر ګام دی، د افغانستان اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره مثبتې او ښې اړیکې غواړي. د روسې دا ګام د نورو لپاره هم ښه پیغام ورکوي.»
د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په سیمهييزه او نړیواله کچه د یوه پیاوړي هېواد په توګه له روسیې سره د سیاسي اړیکو پراختیا د افغانستان په ګټه ګڼي.
دوی وایي، د روسیې د ترهګرو له تور لیست څخه د اسلامي امارت چارواکو اېستلو پرېکړه به اسلامي امارت ته په نړیواله کچه د اعتبار ورکولو په برخه کې لویه مرسته وکړي او ښايي ځینې نور هېوادونه هم ورته پرېکړې ته وهڅوي.
د سیاسي چارو شنونکی نجیب الله جامع وايي:« د روسیې لخوا د اوسني حکومت له انزوا اېستل یا په لویه کې له هغو ډلو اېستل چې هغه ممنوع ډلې دي، دا یو معقول ګام دی. دا د افغانستان د ملي ګټو په خیر ګام دی. زموږ ټینګار هم دا دی، چې نړۍ باید اوسني حکومت سره تعامل وکړي او په ورته وخت کې مو پر اوسني حکومت هم غږ کړی دی چې اصلاحات راولي.»
روسیه دغه پرېکړه داسې مهال کوي، چې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په روسیې کې د “اسلامي نړۍ تر سرلیک لاندې ” د کازان فورم غونډې ته د افغانستان سرپرست حکومت هم وربللی، چې د راتلونکي مې میاشتې له ۱۴ مې د همدې میاشتې تر ۱۹ مې به دوام ولري.