د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر مهال د امریکا دفاع وزیر، مارک اسپیراو د اوباما د ادارې دفاع وزیر، رابرټ ګېټس په خپلو تازه څرگندونو کې ویلي چې امریکا باید په افغانستان کې خپل سرتېري د اوږدې مودې لپاره وساتي تر څو پر طالبانو فشار راوړي.
مارک اسپیر ویلي، امریکا طالبانو سره شوې ژمنې په سمه توګه عملي کړې، خو طالبان هوکړې ته ژمن پاتې نه شول. هغه وايي چې طالبانو تاوتریخوالی کم نه کړ، افغان لوري سره یې په ښه نیت د سولې خبرې ونکړې او همداراز یې له القاعده ډلې سره هم اړیکې پرې نه کړې.
نوموړي ویلي چې زه د ټاکنو پر مهال د جیوبایډن د هغه انتخاباتي شعار مخالفت کوم چې له مخې یې له افغانستانه امریکایي ځواکونه ایستل کېدل.
هغه زیاتوي چې د خپل واک پر مهال یې هم ویلي وو چې په افغانستان کې د وضعیت تر سمېدو پورې باید ۴ زره ۵ سوه امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې شي، تر څو ډاډ ترلاسه شي چې افغانستان د ترهګرو لپاره په خوندي ځای نه بدلېږي.
په ورته وخت کې د اوباما د حکومت پر مهال د امریکا دفاع وزیر، رابرټ ګېټس ویلي، د جیوبایډن د هغې پرېکړې هرکلی کوي چې تر مې میاشتې وروسته به هم امریکايي سرتېري په افغانستان کې پاتې کېږي او په وینا یې چې باید په افغانستان کې د سرتېرو د اوسني شمېر او یاهم تر دې د زیاتو سرتېرو پر پاتې کېدو د امریکا له متحدینو سره سلا مشورې وشي.
ګېټس زیاتوي چې اوسمهال امریکا په افغانستان کې ۲ زره ۵ سوه سرتېري لري او تمه ده چې دغه سرتېري به تر نامالومې مودې دلته پاتې شي تر څو وضعیت ډاډمن شي.
رابرټ ګېټس زیاتوي چې موږ غوښتل چې د افغانستان په جنوب او ختیځ کې امنیت پیاوړی کړو تر څو افغان حکومت وکولی شي د طالبانو خلاف او د هغوی د فعالیتونو د محدودولو لپاره خپل امنیتي ځواکونه لا زیات پیاوړي او پراخ کړي، خو ترهګرو ته د پاکستان له لوري د خوندي خای برابرولو او افغان حکومت کې پراخ فساد دغه چاره وننګوله.
تېره میاشت د ناټو عمومي سرمنشي، ینس سټولټنبرګ هم ویلي وو چې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل د شرایطو پر بنسټ دي او هر وخت چې وضعیت سم شي له افغانستانه به خپل سرتېري وباسي.
له بل لوري بیا د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، زلمی خلیلزاد هم وړمه ورځ کابل ته راغلی او د ولسمشر ترڅنګ یې د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر، عبدالله عبدالله او یو شمېر نورو سیاسیونو سره جلا جلا ملاقاتونه کړي.
ویل کېږي چې خلیلزاد به تر کابل وروسته دوحې ته ولاړ شي او هلته به له طالب استازو سره پر سوله خبرې وکړي.
امریکا کې واک ته د بایدن تر رسېدو وروسته دا د خلیلزاد لومړی سفر دی چې سیمې ته یې کوي.











