Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د کابل ښار د تیرې ورځې برید کې هغه ټپي ښځه چې دوه ماشومان يې سرته ولاړ وه، روغتون کې لا هم بستر ده

admin by admin
2021/02/22

د یکشنبې مازدیګر د کابل ښار بره‌کي څلور لارې ته څېرمه پر یوه رېنجر موټر چاودنه وشوه، چې شېبه وروسته یې په ټولنیزو رسنیو کې ویډیوګانې او تصویرونه خپاره شول.

د ویډیوګانو له ډلې یوه ویډیو یوه ښځه ښيي، چې دوه ماشومان یې سر ته ولاړ، ژاړي او وایي: «مادر بلند شو.»

یادې ویډیو د خلکو سخت غبرګونونه راوپارل او ورسره جوخت د ټولنیزو رسنیو کاروونکو یو هشتګ «مادر بلند شو» په زرګونو ځله خپور کړ.

یاده ټپي ښځه سبزه ګل نومېږي او د هغې سر ته ولاړې دوه ماشومانې یې لمسیانې دي.

لمسیانې یې یوه عایشه او بله ملکه نومېږي، چې د ډاکټرانو په وینا، د پانسمان پر وخت دواړو ماشومانو درد څخه شکایت نه کولو، خو ویل به یې چې «بی بی جانم تکه تکه شد.»

سبزه ګل د قدم وهلو لپاره راوتلې وه، ځکه چې هغه د شکر ناروغي لري، خو ناخبره له دې چې په چاودنه کې به مرګونې ټپي کېږي.

هغه لا په روغتون کې بستري ده او د کورنۍ غړي یې وايي چې یوه پښه یې پرې شوې ده. د روغتون مسوولین رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې له هغې سره خبرې وکړي.

دغې پېښې په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راپارول.

کابل کې د اسټرالیا سفارت د دې برید غندنه کړې او وحشیانه عمل یې بللی.

یاد سفارت وایي: «کابل کې پر ملکیانو د تېرې ورځې برید حیران او غمجن کړي یو. دا ډول بریدونه د زغم وړ نه دي. موږ د عاجل اوربند غوښتنه کوو.»

پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي شورا غړو، اوسنیو او پخوانیو ګڼو چارواکو او سیاسیونو هم دغه برید وغانده او دا یې بشري جنایت وباله.

د بشري حقونو سازمان بیا د جګړې له ښکېلو خواوو د اوربند غوښتنه کړې او نیوکه  کوي چې د سولې له رامنځته شوي فرصت څخه سمه ګټه نده اخیستل شوې.

دغه سازمان له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې هم غوښتي چې د جګړې په ښکیلو خواوو فشار راوړي، څو تاوتریخوالي کم کړي.

له برید وروسته د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ایمرجنسي او وزیر اکبرخان روغتونونو ته لاړ او د پېښې له قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره یې ولیدل.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په برید کې یو ماشوم او د پولیسو درې منسوبینو ژوند بایللی او دغه راز د دوه نورو ماشومانو او دوه ښځو په ګډون شپږ تنه ټپيان شوي دي.

سرچینې وایي چې د تېرې ورځ برید موخه د کورنیو چارو وزارت د ښوونې ریاست د مرستیال سمونوال سید ابرار سادات وه، چې په کې نوموړی وژل شوی هم دی.

کورنیو چارو وزارت ددې برید مسوول طالبان وبلل خو طالبانو په یوه اعلامیه کې په دغه برید کې لاس لرل رد کړل.

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا د افغانستان روان وضعیت او شته محدودیتونو په تړاو خبرې کوي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist