Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

کارپوهان: د هېواد سیاسي بقا او پرمختګ لپاره د سیاسي ګوندونو شتون اړین دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/04/02

د نړۍ په ډېری هېوادونو کې سیاسي ګوندونه فعال دي او خلک هم د دغو سیاسي ګوندونو په چوکاټ کې خپل سیاسي نظریات وړاندې کوي، فعالیتونه لري او له همدې لارې د حکومت برخه ګرځي او یا ترې لرې کېږي.

خو درې کاله کېږي چې په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر فعالیت بندیز لګېدلی دی.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د سیاسي ګوندونو فعالیت د هېوادونو د سیاسي پرمختګ او بقا لپاره زیات اړین دی او پکار ده چې په افغانستان کې هم د سیاسي ګوندونو پر فعالیتونو لګېدلي بندیزونه لرې شي څو له دې سره ټولنه د سیاسي تنوع او پرمختګ لور ته لاړه شي.

نور الله عزیز وايي: « د سیاسي احزابو او ګوندونو موجودیت د یوه هېواد سیاسي وضعیت د پرمختګ لپاره ډېر مهم او اړین بلل کېږي. په ډېرو هېوادونو کې تجربو دا ښودلې ده چې د سیاسي ګوندونو موجودیت د هېواد د سیاسي وضعیت د بقا لپاره ډېر مهم او اړین دي، نو لازمه ده چې حاکم نظام په دې برخه کې په هغو پرېکړو او محدودیتونو بیا له سره کتنه وکړي چې په هغې کې د خلکو سیاسي او ټولنیز افکار او نظریات په محدودیت کې ساتل کېږي او خلک نه شي کولی په بېلا‌بېلو برخو کې خپل نظریات وړاندې کړي، خپل سیاسي فعالیتونه ولري او د هېواد د سیاسي پرمختګ او سیاسي تنوع لپاره کار وکړي.»

حقوق پوهان وايي، په واقعي مانا د سیاسي ګوندونو موجودیت په حکومتي چارو د نظارت له لارې کولی شي چې اصلاحات رامنځته کړي.

د پوهنتون استاد فضل الهادي وزین د سیاسي فکر د پراختیا لپاره د سیاسي احزابو حضور مهم بولي او وايي، د سیاسي ګوندونو مخنیوی په هېواد کې د استبداد زمینه برابروي چې د اوږد مهال لپاره د افغانستان په ګټه نه دی.

وزین زیاتوي: « سیاسي ګوندونه پر حکومتي کړنو کتنه او څارنه کوي، ځکه د قانون په چوکاټ کې د سیاسي ګوندونو موجودیت په ټولنه کې د سیاسي فکرونو او نظرونو د ودې لپاره اړین دي. د سیاسي ګوندونو نشتون او د دوی په لار کې خنډونه په هېواد کې د استبداد زمینه برابروي چې دا د افغانستان په خیر نه ده.»

خو د عدلیې وزارت سرپرست عبدالحکیم شرعي وايي، یو کال کېږي چې په دغه وزارت کې د سیاسي ګوندونو د فعالیت څانګه له منځه تللې، له قانوني پلوه په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو فعالیت بند دی او د ګوند نوم اخېستل جرم دی.

شرعي زیاتوي: « عدلیې وزارت کې د ګوندونو ریاست تېر کال له تشکیلاتو لغوه شوی. ګوندونه له قانوني پلوه په دې نظام کې ځای نه لري او د احزابو او ګوندونو نوم اخېستل هم جرم دی.»

په دې تړاو بیا غوښتنه دا ده که د افغانستان اوسنی نظام د راتلونکي لپاره د اساسي قانون د رامنځته کولو هوډ او پلان لري نو باید د سیاسي ګوندونو د فعالیت قانون هم په کې توشیح کړي او هغو ګوندونو ته چې اسلامي او ملي ګټو ته ژمن او ولس کې پراخ نفوس لري باید د کار اجازه ورکړي.

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « د نوي اساسي قانون په تصویب سره باید د سیاسي ګوندونو د فعالیت قانون هم توشیح شي او هغو سیاسي ګوندونو چې په رښتیني توګه ملي او اسلامي ګټو ته ژمن او د ولس ترمنځ پراخ نفوس او ځای لري او ټولنې ته ارزښمند دي، د فعالیت اجازه ورکړل شي.»

په تېر جمهوري نظام کې له عدلیې وزارت سره د ثبت شویو سیاسي ګوندونو شمېر سلګونو ته رسېده چې د کیفیت کچه یې ټیټه او سیاسي فضاء یې بې رنګه کړې وه او له سختو نیوکو سره مخ و؛ خو اوس باور دا دی چې ځواکمن مرکزي نظام رامنځته شوی او باید اسلامي او ملي ارزښتونو ته ژمنو احزابو ته د فعالیت اجازه ورکړل شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي
افغانستان

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026
ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

ګډ امنیتي تړون د افغانستان وضعیت او د منځنۍ اسيا احتمالي ناکرارۍ ارزونه کوي

فبروري 4, 2026
امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist