د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار چې د شوروي ځواکونو د ماتې ۳۲مې کلیزې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې یې خبرې کولې وویل، ارګ مو مجبوروي چې داسې کار ورسره وکړو چې تردې وړاندې مو له پرچمیانو سره کړی وو.
هغه وویل، چا چې له روسانو او ناټو سره ډغرې وهلي وي، کولی شي د هغوی د مزدورانو خوله هم ورماته کړي.
حکمتیار وایي، که حکومت ورسره په شویو ژمنو عمل ونه کړي نو په نژدې ورځو کې به د کابل ښار په واټونو کې داسې لاریونونه ترسره کړي چې ته ارګ به ورسېږي.
هغه وايي چې حکومت یې باید ټول بندیان آزاد کړي، کډوالو ته یې ښارګوټي ورکړي او د دوی مجاهدین او مامورین د حکومت په لیکو کې جذب کړي.
که څه هم حکتیار په ښکاره د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو زیاته یې کړه چې افغانستان ته د بېلا بېلو بندرونو له لارې د غنمو او نورو موادو په کانتینرونو کې وسلې او جنګي مهمات را انتقالېږي.
نوموړی وایي، افغانستان ته رالېږدېدونکې وسلې د هغه چا په واک کې ورکول کېږي چې له طالبانو سره د جګړې سابقه لري او په وینا یې همدغه کسان د سولې مخالف هم دي.











