د ټاکنو کمېسیون له نوماندانو غواړي چې په کمېسیون باور وکړي.
د ولسي جرګې لپاره ټاکنې که ستونزو سره مخ وې، په ځینو برخو کې بریالۍ بلل کیږي، خو په ټوله کې انديښنه له بایو متریک پرته د رایو کاریدل دي چې ځینو ولایتونو کې شوي دي.
د ځوانو نوماندانو په نوم اجماع د ټاکنیزو کمېسیونونو د هغې ګډې پریکړې مخالفت کړی چې په اساس به یې له بایو متریک پرته هم رای شمېرل کیږي.
ځوان نوماندان چې کابل کې یې خبري کنفرانس درلود باور لري چې د رایو صندقونه پرته له رای ورکوونکو ډک شوي او پراخې درغلۍ پکې شوي دي.
ټینګار پر دې دی، چې که کمېسیونونه شفافیت غواړي، نو له بایو متریک پرته دې ټولې رای باطلې کړي.
د دې ډلې بله غوښتنه دا ده چې د پلازمېنې تر څنګ دې رای بیا وشمېرل شي، ځکه ځینو مرکزونو کې په مصلحت او یا معاملې له مخې د مرکزونو رای تنظیم شوي چې پایلې یې شفافې نه شي کیدلی.
له دې سره د ټاکنو کمېسیون له بایو متریک پرته هغه رای حسابوي چې د رای ورکوونکو له لیست سره برابرې وي.
کمېسیون انديښنه لري چې په نه شي کولای ټولو نوماندانو ته قناعت ورکړي.
ټاکنو کمېسیون مني چې ځینو مرکزونو کې ستونزې وې، خو دا ستونزې دومره نه دي چې د ټاکنو پایلو او شفافیت باندې اغیز وکړي.
د ټاکنو کمېسیون له نوماندانو غواړي چې په کمېسیون باور وکړي او په تمه شي پاکې رای له تقلبي رایو جلا شي.