Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
جوبایډن: سیمه او نړۍ کې د ننګونو پر وړاندې د پاکستان ملاتړ کوو

جوبایډن: سیمه او نړۍ کې د ننګونو پر وړاندې د پاکستان ملاتړ کوو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/31

د امریکا ولسمشر جوبایډن د پاکستان نوي لومړي وزیر ته په اسلام اباد کې د خپل سفارت په لاس په استول شوي لیک کې ویلي، امریکا په سیمه او نړۍ کې د ننګونو پر وړاندې د پاکستان ملاتړ کوي.

په دغه لیک کې له دې سربېره، چې د پاکستان له اقتصادي او تعلیمي برخو ملاتړ شوی، له دغه هېواد سره اړیکې او دوه اړخېزه همکاري د سیمې او نړیوال ثبات لپاره مهمه بلل شوې.

جوبایډن وايي: « د دواړو هېوادونو تل پاتې ملګريتوب د خلکو او نړۍ امنیت او ثبات تامینوي. امریکا به په سیمه او نړۍ کې د مهمو اغېز لرونکو ننګونو پر وړاندې د پاکستان ملاتړ ته ولاړه وي او همدارنګه امریکا د پاکستان له اقتصادي او تعلیمي پرمختګونو او د بشري حقونو د اعادې په برخه کې همکارۍ ته دوام ورکوي.»

په ورته مهال له غبرګون پرته د لیک منځپانګه د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف پرخپله اېکس پاڼه هم خپره کړې. 

بل خوا د چارو یو شمېر کارپوهان وایي، امریکا په سیمه کې خپل سیاسي او استخباراتي اهداف د پاکستان له ادرسه مخته وړي او په خبره يې پاکستان د امریکا او لوېدیځ لپاره د همدې موخو پر بنسټ د نورو هېوادونو په پرتله زيات ارزښت لري.

د سیاسي چارو کارپوه اخترمحمد راسخ وايي: « زه ویلی شم چې پاکستان له ایجاده تر ننه پورې د غربي نړۍ د استخباراتي او سیاسي پرګرامونو مخې ته وړلو لپاره په سیمه کې رامنځته شوی دی. د غربي نړۍ د دوښمنۍ له ادرسه چې له روسانو سره یې لري، په دغه سیمه کې د روسانو د ځپلو او د دوی د پرمختګ د مخنیوي لپاره یې څنګه دوی د ګرمو اوبو مخه ونیوله او شوروي اتحاد یې په روسیه بدله کړله او ترڅنګ یې په غربي نړۍ کې د روسانو د نفوس مخنیوی وکړ.»

د سیاسي چارو کارپوه ادریس محمدي ځاځی بیا وايي، له پاکستان سره د امریکا دا ډول اړیکې به له ګاونډیوهېوادونو سره د دغه هېواد پر اړیکو ناوړه اغېزې ولري.

ځاځی زیاتوي: « دا به دغه موضوع او یا حالات نور هم سره پېچلي کړي او نور به یې هم کشاله داره کړي، دا که د پاکستان له ګاونډیو سره دي او که پاکستان کې دننه حالات دي. دا ملاتړ به وکولی شي چې د پاکستان داخلي او بهرنۍ پالېسۍ زیانمنې کړي او د دوی اړیکې له ګاونډیانو او همداشان په داخل کې د ملتونو ترمنځ د نفاق لامل وګرځي.»

د پاکستان نوی ایتلافي حکومت چې نږدې یوه میاشت وړاندې رامنځته او د سیاسي بې ثباتۍ او لړزاند اقتصاد سره مخامخ دی، د لومړي ځل لپاره د امریکا ولسمشر له لوري په ځېنو سیاسي او اقتصادي برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکول کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist