د ولسي جرګې رئیس میررحمان رحماني ویلي، دوی ته هم د موقت حکومت طرحه رسېدلې او ملاتړ ترې کوي.
میر رحمان رحماني ويلي، د روانې جګړې له کبله هره ورځ لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوړي، خو حکومت او طالبانو بیا د واک او امتیاز ترلاسه کولو لپاره د سولې بهیر له خنډونو سره مخ کړی دی.
رحماني ویلي، روان وضعیت ورته د منلو نه دی او دواړه خواوې دې ژر تر ژره د سولې په خبرو کې په ټپه درېدلی حالت پای ته ورسوي.
هغه دغه راز په دې تړاو یوه ۲۱ کسیز کمېسیون ته دنده سپارلې چې د سولې په ټپه درېدلی حالت له نږدې و ارزوي.











