Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
کابل ښاریان: د خیریه او نړیوالو بنسټونو بشري مرستې تر مستحقو کسانو نه رسېږي

کابل ښاریان: د خیریه او نړیوالو بنسټونو بشري مرستې تر مستحقو کسانو نه رسېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/31

په هېواد کې فقر او بې وزلي هغه څه دي، چې ډېری ماشومان، ځوانان او سپین‌ږیري یې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوو د پوره کولو لپاره درنو کارونو ته اړ کړي.

نړيوال بنسټونه، بهر مېشتي افغانان، په کور دننه مرستندویه بنسټونه او سوداګر په دې هڅه کې دي چې په هېواد کې دغه روان اقتصادي وضعیت څه ناڅه کابو کړي.

خو ډېری هغه هېوادوال چې مرستو ته اړتیا لري، شکایتونه یې دا دي چې د نورو په لاس ورکول کېدونکې مرستې دوی ته په پوره امانت دارۍ نه ور رسېږي.

 دوی له مرسته کوونکو غواړي چې مرستې باوري کسانو ته وسپاري څو دوی ته په پوره امانتدارۍ ور ورسېږي.

د کابل اوسېدونکی نجیب الله وايي: « هغه کسان چې له بهره د خپل باوري کس له لارې نورو سره مرسته کوي، زه ورته وايم چې موږ یې خپله ګورو مرستې په پوره امانتدارۍ نه رسېږي، ځکه د پاکټ په سر۱۱ زره افغانۍ لیکل شوې وي او دننه یې بیا څلور زره افغانۍ اېښي وي؛ نو تر هغې چې سل سلنه باوري کس نه وي مرستې ورته مه سپارئ. څوک چې مرستې لېږي د هغه به خدای قبولې کړي خو دلته چې کوم کسان دا مرستې وېشي؛ نیمې پیسې دوی خپله غلا  کوي.»

د کابل اوسېدونکی محمد یونس وايي: « دوی باید کور په کور وګرځي، مستحق کسان پیدا کړي او بیا ورسره مرسته وکړي. دوی یې هغه چاته ورکوي چې زامن یې بهر دي، دلته خپلې موټر او ښه ژوند لري او مرستې هم بیا همدوی ته رسېږي.»

په ټوله کې له سوداګرو، مرستندویه بنسټونو او نورو مرسته کوونکو غوښتنې دا دي، چې د روژې په میاشت کې تر ډېره د بې‌وزله خلکو لاسنیوی وکړي.

مرسته کوونکي وایي، تر خپل وس او توان هڅه کوي چې په دې میاشت کې د خپلو مرستو اندازه زیاته کړي؛ څو د اختر په را رسېدو سره د ډېری هېوادوالو لاسنیوی وکړي.

سوداګرمحمد یوسف مومند وايي: « لومړی خو زه دا نه وایم چې زموږ سوداګر مرستې کوي؛ خو هغه د الله جل جلاله له لوري چې کوم زکات پر دوی اوړي که همدا بې وزلو ته ورکړي نو ان شاءالله تر ډېره به د دوی ستونزې هوارې شي او نور به څوک فقیر پاتې نه شي؛ خو له بده مرغه داسې سوداګر شته چې خپل زکات هم نه ورکوي، دوی باید زکات او خیرات ورکړي. همداراز د اسلامي امارت له مسوولینو مو هیله دا ده چې بې وزله او فقیرانو ته پاملرنه وکړي، د دوی لاسنیوی وکړي، په دې برخه کې سوداګر هم وهڅول شي چې له بې وزلو سره مرستې وکړي، ځکه حکومت، ملت او سوداګر ټول سره یو دي او په ګډه سره د یو بل ستونزې سره هوارې کړي.»

خو د اقتصاد وزارت مسلکي معین عبداللطیف نظري بیا وایي، په هېواد کې نغدي او خوراکي مرستې د هېوادوالو ستونزې نه‌شي حل کولی او په دې هڅه کې دي چې د بېوزلو لپاره کاري زمینه برابره کړي؛ څو په دوامداره توګه وکولی شي له هماغې لارې خپلې اقتصادي ستونزې حل کړي.

 نظري زیاتوي: « د فقر او بې وزلۍ لمنځه وړلو لپاره زموږ پلان خلکو ته د کاري پروژو په لار اچول دي، موږ بشردوستانه او نغدي مرستې د حل لار نه ګڼو او غواړو هېواد مو د ځان بسیانې لور ته حرکت وکړي او کاري فرصتونه برابر شي.»

د بې وزلۍ د زیاتوالي او د مرستو په برخه کې د روڼتیا نه‌شتون په تړاو د هېوادوالو اندېښنې په داسې حال کې دي چې له دې وړاندې ملګرو ملتونو په هېواد کې د فقر کچه ۹۳ سلنه ښودلې وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist