Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
میلر: پر افغانستان د امریکا ټول لګول شوي بندیزونه لا پر ځای دي

امریکا یو ځل بیا له اسلامي امارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/30

واک ته د اسلامي امارت له رسېدو وروسته که څه هم اسلامي امارت په ځلونو له ترهګرۍ سره پر مبارزې ټینګار کړی؛ خو داسې برېښي چې په دې برخه کې د نړیوالې ټولنې اندېښنې پر خپل ځای دي او له همدې کبله وخت په وخت پر دې خبره ټینګار لري.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند مټیو میلر د یوه خبري کنفرانس پر مهال یو ځل بیا له اسلامي امارت د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې غوښتنه کړې.

میلر له اسلامي امارت غوښتي چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

میلر وايي:« موږ دې ته ژمن یو چې ډاډه شو افغانستان هېڅ کله بیاځلې د ترهګرۍ د خیز پر تختې بدل نه شي او موږ غواړو طالبان ته دې اړ کړو چې له نړیوالې ټولنې د ترهګرۍ ضد مبارزې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي. موږ طالبانو ته دا واضح کړې چې دا د دوی مسوولیت دی چې موږ ډاډه کړي چې هغوی ترهګرو ته خوندي پټنځایونه نه ورکوي هغه القاعده، د داعش خراسان څانګه یا بله وسله واله ډله کېدای شي. موږ او زموږ نړیوال ائتلاف د دې وسله والو ډلو د ګواښونو پر وړاندې هوښیار یو.»

اسلامي امارت د امریکابهرنیو چارو وزارت دې څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی خو له دې وړاندې یې د ترهګرۍ د پراخېدا په برخه کې د نړیوالو اندېښنې بې ځایه بللي دي.

اخوا د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم  په تېرو شاوخوا دوه نیمو کلونو کې په کور دننه د ترهګرۍ پر وړاندې د اسلامي  امارت له لوري شوې مبارزه بریالۍ او اغېزمنه بللې.

د سیاسي چارو کارپوه اختر محمد راسخ وايي:« طالبانو په نږدې درېیو کلونو کې د امنیت په راوستلو او د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې بریالي او ګړندي ګامونه پورته کړي، دا د ستاینې وړ دي. د تروریزم پر وړاندې مبارزه کې نړیوال دنده لري، چې له طالبانو سره لاس په کار  او همکار واوسي.»  

ځېنې نور بیا په دې باور دي، که نړۍ غواړي په رېښتینې ډول له ترهګرۍ مبارزه وکړي دغه مبارزه باید یوازې افغانستان پورې ونه تړي.

دوی په دې برخه کې د نړۍ هر اړخېزه همکاري د نړیوالې ټولنې ګډ مسوولیت ګڼي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې ملګرو ملتونو او د نړۍ او سیمې ګڼو هېوادونو او د داعش په ګډون  د ورته وسله والو ډلو پر وړاندې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې
افغانستان

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي
افغانستان

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي
افغانستان

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې
افغانستان

خواله رسنۍ؛ د غوره فرصتونو که جدي ستونزو سرچینې

جولای 1, 2026
د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله  د اسلامي امارت هڅې وستایلې
افغانستان

د اهل تشیع عالي کمیسیون د عاشورا مراسمو امنیت له امله د اسلامي امارت هڅې وستایلې

جولای 1, 2026
خلیلزاد: په پاکستان کې د داعش پټنځایونه د سیمې او نړۍ امنیت ته ستر ګواښ دی
افغانستان

خلیلزاد: اسلام اباد له کابل سره د ډېپلوماټیک تعامل په ځای تاوتریخوالی غوره کړی

جولای 1, 2026

وروستي خبرونه

پر افغان خاوره د پوځي رژیم بریدونو ته نړیوال غبرګونونه؛ غندنې او اندېښنې

د روسیې بهرنیو چارو وزارت: کابل او اسلام اباد دې ستونزې د ډېپلوماسۍ له لارې هوارې کړي

جولای 2, 2026
یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

یوه بهرني شرکت افغانانو ته د مالي خدمتونو وړاندې کولو لپاره بانکي فعالیت پیل کړ

جولای 2, 2026
دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

دفاع وزارت بلوچستان او خیبرپښتونخوا کې د داعش پر روزنیزو مرکزونو هوايي بریدونه کړي

جولای 2, 2026
کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

کابل کې د صنعت او معدن اوونۍ پنځم نړیوال نندارتون پرانستل شو

جولای 2, 2026
حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

حنفي: ګاونډي هېوادونه دې خپله ابادي د نورو هېوادونو په تخریب کې نه لټوي

جولای 2, 2026
ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

ننګرهار کې د هېواد په کچه د څارویو درملنې مجهز روغتون پرانستل شو

جولای 1, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist