Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
میلر: پر افغانستان د امریکا ټول لګول شوي بندیزونه لا پر ځای دي

میلر: له داعش ډلې سره د امریکا مبارزه د سرپرست حکومت په ګټه ده

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/28

که څه هم سرپرست حکومت په ځلونو هېواد کې د داعش ډلې پر وړاندې پر جدي مبارزې ټینګار کړی او د پراخو لاسته راوړنو ادعا يې کړې؛ خو د دې هرڅه خلاف د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند مټيومیلر یو ځل بیا په افغانستان کې د داعش ډلې د حضورخبره کوي.

میلر د یوه خبري کنفرانس پر مهال ویلي، نه پرېږدي افغانستان بیاځلې د ترهګرو پر خوندي ځاله بدل شي چې وروسته بیا له هغه ځایه امریکایان او د دې هېواد ګټې په نښه کړي.

نوموړي له داعش ډلې سره د مبارزې غوښتنه کړې او دغه چاره یې د سرپرست حکومت په ګټه بللې.

میلر زیاته کړې: « زه افغانستان ته په ټول درناوي غواړم ووایم، چې موږ تل دا ویلي دا ډېره اړینه ده چې  پرې نه ږدو افغانستان بیاځلې د هغو ترهګرو په خوندي ځاله بدل شي، چې امریکایانو ته زیان اړوي، زیان اړولی شي او یا هم ښايي زیان واړوي. موږ د ترهګرو مسوول ګرځولو په برخه کې خپلې ژمنې او تعهدات ښودلي؛ خو موږ طالبانو ته دا هم په ډاګه کړې چې دا د دوی په ګټه ده، چې د افغانستان دننه د ترهګریزو ډلو پر وړاندې مبارزه وکړي.»

په ورته مهال د امریکا د کانګرس جمهوريپال غړي لېنډسي ګراهام هم په افغانستان کې د داعش د هدف ګرځولو غوښتنه کړې.

نوموړي پر خپله اېکس پاڼه له امریکايي چارواکوغوښتي چې دغه کار په بېړه ترسره کړي او په وینا یې مخکې تر دې چې ناوخته شي باید د دې ډلې پر ضد ګامونه پورته شي.

 ګراهام وايي: « موږ باید په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې اهداف په جدي ډول په نښه کړو او وړاندې تر دې چې ډېر ناوخته شي، باید د دې ډلې عملیات له خنډ سره مخ کړو. موږ مخکې تر دې چې ناوخته شي، باید دا اوس د سرحدونو عملیاتي کنټرول په لاس کې واخلو.»

خو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بیا په افغانستان کې د داعش وسله والې ډلې د حضور او تحرکاتو موضوع په کلکه ردوي او په دې تړاو د لینډسي ګراهام او ورته نورو امریکايي سناتورانو څرګندونې د دوی عقدوي چلن او د داعش ډلې د لاسي لوی ښوولو هڅه ګڼي.

نوموړی یو ځل بیا د داعش ډلې د ځپلو په برخه کې د سرپرست حکومت پر غوڅ دریځ ټینګار کوي او وايي، داعش ډله په هېواد کې ماته شوې او پر ملکي اهدافو د دې ډلې خال خال بریدونه هم د خپلې خبرې د پخلي په مانا بولي.

مجاهد زیاتوي: « لینډسي ګراهام په امریکا کې هغه څوک دی چې مخکې یې هم د داعش پدیدې د لاسي لوی ښوولو لپاره کار کاوه او یو ډول عقدوي کس دی؛ خو د هغه خبرې مهمې نه دي، څه چې موږ وینو هغه دا دي چې افغانستان په امن کې دی او دلته داعش کومه لویه پدیده نه ده، دا ډله ځپل شوې ده او دوی اوس یوازې ملکي ساحې کله کله خپل هدف ګرځوي او دا په دې مانا ده چې دوی خپل توان له لاسه ورکړی او نه شي کولی نظامي برخه هدف وګرځوي.»

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم د داعش پر وړاندې د سرپرست حکومت له لوري شوې مبارزه ستایي.

د سیاسي چارو شنونکی اخترمحمد راسخ وايي: « داعش په افغانستان کې د ودې او پراختیا لاره نه شي خپلولی.»

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا  بهرنیو چارو  وزارت پخواني وزیر مایک پمپیو د دې هېواد پر ولسمشر جوبایډن سخته نیوکه کړې او له دې کبله یې هغه سخت ننګولی او ویلي یې دي، چې له افغانستان سره د جوبایډن ادارې ترسره شوي بېړني چلن او د امریکا د پوځي حضور پای د داعش ډلې ګواښ زیات کړی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې
افغانستان

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي
افغانستان

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی
افغانستان

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ
افغانستان

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي
افغانستان

سوداګر او موټر چلوونکي د حیرتان بندر د سړکونو جوړېدو غوښتنه کوي

فبروري 3, 2026
کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو کارېدنې په اړه د ملګرو ملتونو راپور رد کړ

فبروري 3, 2026

وروستي خبرونه

امنيت شورا يوځل بیا د اسلامي امارت پر تګلارو اندېښنه ښودلې

امنیت شورا پر افغانستان د ملګرو ملتونو بندیزونو څار ډلې د ماموریت غځولو ته رایه ورکوي

فبروري 4, 2026
کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

کار او ټولنیزو چارو وزارت: روسیې ته د افغان کارګرانو استولو هڅې پیل شوې دي

فبروري 4, 2026
خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

خلیلزاد: بلوچستان کې وضعیت د اندېښنې وړ دی

فبروري 4, 2026
ګل حسن: افغانستان د شانګهای همکاریو سازمان کې فعال ګډون ته چمتو دی

ګل حسن: د افغانستان او روسیې ترمنځ اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پراخېږي

فبروري 4, 2026
کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

کرنې وزارت هرات کې هم راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش پيل کړ

فبروري 3, 2026
کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

کرنې ریاست: کندهار کې هره میاشت ۲ میلیونه چرګوړي تولیدېږي

فبروري 3, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist