Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کړ

د ملګرو ملتونو امنیت شورا غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/27

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د لومړي ځل لپاره په غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړه‌لیک ته مثبته رایه ورکړه.

له امریکا پرته د امنیت شورا ټولو غړیو یاد پرېکړه‌لیک ته مثبته رایه ورکړې او له ښکېلو لوریو یې غوښتي، چې سملاسي اوربند په اړه عملي ګامونه واخلي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیوګوتېریش پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، نور باید په غزې کې د اسرائیلو جګړه پای ته ورسېږي او په خبره يې فلسطیني او اسرائیلي چارواکي دې د خبرو له لارې د دغه ښار کړکېچ حل کړي.

هغه زیاته کړې:« له اوږده انتظار وروسته مو په غزې کې د سملاسي اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کړ. غوښتنه دا ده، چې بېړنی اوربند رامنځته او برمته کسان ازاد شي. همدارنګه دغه پرېکړه‌لیک عملي او ناکامۍ هېرې شي.»

له دې سره د افغانستان بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له لوري په غزه کې د اوربند نافظېدو په اړه د چمتویو شوي پرېکړه لیک له تصویب کېدو هرکلی کړی.

دغه وزارت په خپره کړې اعلامیه کې ویلي، د حماس او فلسطین له هغه دريځ ملاتړ کوي، چې د غزې په تراړه کې تل پاتې اوربند، د اسرائیلي ځواکونو وتل او د بشري مرستو په رسولو کې مرسته وکړي.

بل پلو امریکايي چارواکو، چې پخوانی درېځ یې بدل کړی او د منفي رایې پر ځای یې په غزه کې د اوربند په اړه خپل چمتویو کړې پرېکړه‌لیک ته سپينه رایه کارولې ویلي، دا رايه يې په دې خاطر ورکړې، چې په پرېکړه‌لیک کې د حماس غندنه نه ده شوې. 

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د دغه هېواد استازې لېنډا توماس ګرېنډفیلډ ویلي، نړیواله ټولنه باید پر حماس ډلې فشار راوړي څو یرغمل شوي کسان ازاد کړي. 

هغې زیاته کړې:« که چېرې حماس ډله د یرغمل شویو کسانو لومړۍ برخه ازاده کړي، په غزې کې به سملاسی اوربند رامنځته شي او له نړیوالې ټولنې غواړو، څو پر حماس ډلې فشار راوړي، چې یرغمل کړي کسان ازاد  او د مخامخ خبرو لپاره يې حاضر کړي.»

بلخوا داسرائیلو لومړي وزي بینیامین نتیاهو ویلي،  د امنيت شورا پرېکړه‌ليک ته د امریکا سپينه يا ممتنع رايه به له حماس سره د اسرائيلو جګړې او همدارنګه د يرغمل شويو کسانو د خوشي کولو هڅو ته زيان ورسوي.

هغه زیاتوي:« د امریکا رایه حماس ته هیله ورکوي، چې نړیوال فشار به دوی ته اجازه ورکړي، چې د یرغمل کړو کسانو له خوشي کولو پرته اوربند وکړي. روسیې او چین چې د اسرائیلو د بریدونو خلاف دي، دې پرېکړه‌لیک ته مثبته رایه ورکړې.»

ملګرو ملتونو امنیت شورا په داسې وخت کې په غزه کې د سملاسي اوربند پرېکړه‌لیک تصویب کوي چې تازه د اسرائیلي ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۵۰ زیات فلسطینيان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان شوي دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist