دوحه کې د افغان مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري پر خپل ټویټر لیکلي، د دواړو خواوو د مذاکراتي ډلو د رئیسانو او د هیئت د څو غړو تر منځ ناسته وشوه چې په کې د اجنډا پر مسایلو او د راتلونکو ناستو په هکله خبرې وشوې.
مالومه نه ده، چې د اجنډا پر کومو مسایلو بحث شوی، خو له دې وړاندې ویل کېدل، چې په اجنډا کې داسې برخې هم شته، چې دواړه خواوې یې د ځان لپاره سرې کرښې ګڼي.
د مالوماتو له مخې، د افغان لوري لپاره لومړۍ غوښتنه اوربند او د طالب لوري لومړی بحث بیا په افغانستان کې د راتلونکي نظام پر څرنګوالي دی.
له شل ورځیني ځنډ وروسته دا دویمه ناسته ده چې د دواړو مرکچي پلاوو ترمنځ کېږي او له رسنیو سره شریک کېږي.











