نن سهار د کابل ښار لسمې امنیتي حوزې اړوند تایمنیو سیمه کې وسله والو پر هغه موټر برید وکړ چې ښځینه قاضیانې یې لېږدولې.
د کابل امنیه قومندانۍ وايي چې وسله والو وايي چې نن سهار شااوخوا ۸:۳۰ بجې د قلعه فتح الله پر لسم سړک دوه موټر سایکل سپرو کسانو د ښځینه قاضیانو پر موټر ډزې وکړې چې پایله کې یې دوه قاضیانې وژل شوي او دوه نورې ټپي ښوي دي.
د پولیسو په وینا، برید کوونکي په تېښته بریالي شوي دي او تر اوسه کومې ډلې د یادې پېښې مسؤلیت هم په غاړه نه دی اخیستی.
په دې وروستیو کې کابل ښار پر څارنوالانو او یو شمېر نورو حکومتي کارکوونکو د بریدونو شاهد وو.











