اشرف غني په ارګ کې د نورزي قوم له مشرانو سره په خبرو کې ویلي، دوی واقعي او مثبته سوله غواړي او په خبره یې د هیواد له ټولو ورونو قومونو سره په پیوستون او یوالي به هېواد اباد کړي.
ولسمشر ویلي، د ټاپي، ټاپ، فایبراپټیک او اوسپڼې پټلۍ پروژو په تطبیق سره به د نورزي قوم په ګډون د ټولو هېوادوالو په ژوند کې د پام وړ ښه والی راشي.
د نورزي قوم مشرانو له طالبانو د اوربند غوښتنه کړې او له افغان سیاسیونو یې غوښتي چې بهرنیو هیوادونو ته د انفرادي سفرونو په ځای دې په داخل کې د سولې ملي اجماع او پیاوړی ملي دریځ ولري.
یادو مشرانو خپلې ستونزې له ولسمشر سره شریکې کړي او هغه ورته د حل ډاډ ورکړی.











