د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ادارې مشر جاوید رسولي وایي، دوی دمګړی د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش ۷۰ مرکزونه لري چې له دې ډلې شپږ یې په ایران کې دي.
دده په خبره دوی هڅه کوي چې چارې یې چټکې او شفافې کړي او په دې توګه د روان لمریز کال تر پایه څه باندې پنځو میلیونه وګړو ته برېښنایي پېژندپاڼې ووېشي.
هغه همدا راز ویلي، له دې وروسته د پخوانیو پېژندپاڼو د تایید خدمات هم له منځه وړي، ځکه کومې پېژندپاڼې چې ددغه ادارې له لوري صادرې شوې د باور وړ دي او ادارات یې باید ومني.











