د پوځي چورلکې سقوط کې ۲۵ کسان وژل شوي
د هرات ولایت د شیندند ولسوالۍ په جمال غازي سیمه کې د یوې نظامي چورلکې د سقوط له امله پنځه ویشت کسان ووژل شول.
د فراه د والي ویاند محمد ناصرمهري وايي، دغه چورلکه نن سهار د شیندند پرلور الوتي وه چې د شیندند او انادري ترمنځ په جمال غازي سیمه کې د هواد خرابوالي له امله يې تخنیکي ستونزه پيدا کړه او سقوط يې کړی.
نوموړی وايي، دغه الوتکه کې د فراه د ولایتي شورا ريس فرید بختور، د شورا غړي جمیله امیني د ۲۰۷ ظفرقول اردو مرستیال او دوو پيلوټانوپه ګډون پنځه ویشت تنه وژل شوي.
هغه وايي، دغه کسانو لومړۍ انار درې ولسوالۍ ته سفردرلود چې بیا وروسته د شیندند پر لور خوځیدلي.
وسله والو طالبانو بیا ادعا کړې چې دغه چورلکه د دوی له لوري را نسکوره شوې ده.
قاري یوسف احمدي ادعا کړې چې دې الوتکه کې يې ګڼ شمیر کسان مړه شوي.