د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي ليو جان د ملي مصالحې عالي شورا مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله سره د ليدنې په مهال ویلي، دوی افغانستان سره د سولې په برخه کې هر اړخیزه همکاري کوي.
ډاکټر عبدالله عبدالله هم د سولې په برخه کې د سیمې د هېوادونو له مرستې مننه کړې ده او په خبره یې هڅه کېږي چې روانه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي.
هغه همدا راز ویلي چې د سولې له خبرو سره هممهاله روان تاوتریخوالی او هدفي بریدونه د جدي اندېښنې وړ دي او دا د سولې پروسه زیانمنولی شي.
لیو جان ویلي دوی د سولې له پروسې سره بشپړه همکاري لري او په دې تمه دي چې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسېدو سبب شي











