د بښنې د نړیوال سازمان د جنوبي اسیا د چارو مسوول ویلي دي افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په دې وروستیو کې تر ټولو ډېر بشري حقونه پکې تر پښو لاندې شوې دي، جګړې شدت پیدا کړی او د ملکي وګړو تلفات ډېر شوي دي.
دغه سازمان په افغانستان کې هدفي وژنې هم د جدي اندېښنې وړ بولي او په خبره یې د دوحې په مذاکراتو کې باید د دغه مواردو د ختمېدو پر سر هوکړه وشي.
یاد سازمان هیله څرګنده کړې چې بین الافغاني مذاکرات ژر تر ژره په افغانستان کې د جګړو د پای ته رسېدو او بشري حقونو له نقض څخه د مخنیوي سبب شي.











