Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن د افغانستان په اړه ناسته کوي

امنیت شورا: ترهګري د افغانستان او نړۍ امنیت لپاره جدي ګواښ دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/25

وروسته له هغې چې څلور ورځې وړاندې په کندهار کې ځانمرګی برید ترسره شو او لسګونه کسانو ته یې مرګژوبله واړوله. د ملګرو ملتونو امنیت شورا دغه برید وغانده او عاملین یې بشري مجرمین وبلل او په تړاو یې اعلامیه خپره کړې ده .

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په اعلامیه کې راغلي، ترهګري د افغانستان او نړۍ لپاره  جدي ګواښ دی او اړینه ده چې په دغه برخه کې جدیت غوره شي.

اعلامیه کې د کندهار برید په څير د وېره اچوونکو بریدونو عاملین، همغږي کوونکو او مالي ملاتړ کوونکو پرمحاکمې ټینګار شوی دی .

د سیاسي چارو کارپوه سرور نیازی وايي:« سیمه چې څومره تروریستي ډلې دي، یا تروریستي فعالیتونه او بریدونه کېږي، د دې ټولو ترشا د پاکستان لاس دی. پاکستان شاوخوا ۴۰ کاله تروریستي ډلې روزي او نورو هېوادونو ته یې صادروي او له همدې لارې پاکستان خپل تجارت کوي او خپلې ګټې ترلاسه کوي.»

اوس غوښتنه داده چې نړیوال او په تیره بیا امنیت شورا باید د هغو هېوادونو پر وړاندې چې د ترهګرو په تمویل او ملاتړ تورن دي او خپلې ګټې پرې ساتي جدي اقدام  وکړي.

د سیاسي چارو کارپوه توریالی ځاځی وايي:« ټولې نړۍ ته ثابته ده او ټول ښه پرې پوهېږي د ترهګرو ډلو د روزنې ځاله او مرکز پاکستان دی. اوس باید پاکستان د نړیوالو له خوا منزوي او تجزیه شي.» 

د سیاسي چارو کارپوه نجیب الله جامع وايي:« زموږ دلیل دا وه چې افغانان تل د ترهګرۍ قرباني دي او د ترهګرۍ اصلي ملاتړي هېوادونه دا د افغانستان له پولې بهر دي. پکار دا ده چې نړۍ د ترهګر پالو هېوادونو پر وړاندې متحده شي او لمر پر دوو ګوتو پټ نه کړي او د ترهګرۍ په پېژندلو کې سیاست ونه کړي.»  

ځېنې نور بیا په دې باور دي چې له تېرو ۴۵ کلونو راهیسې افغان ولس د ترهګرۍ قرباني دی او همدا پاکستان دی چې هڅې یې پیل کړي چې د افغانستان له عدم مشروعیت نه ګټه واخلي او د خپلو ترهګریزو کړنو او فعالیتونو پړه پر افغانستان واچوي خو په خبره یې اوس نړۍ ته هرڅه په ډاګه شوي.

د سیاسي چارو کارپوه موسی سعادت وايي:« د تروریستانو پالوونکي، روزونکي، ساتوونکي او ملاتړي پاکستانیان دي.»

د سیاسي چارو کارپوه فیض محمد ځلاند وايي:« پاکستان په دې وروستیو کې هلې ځلې کوي چې خپلې د ترهګرۍ پالنې، روزنې او تولید پروسې او پروژې هغه پر افغانستان ورتاوان کړي.» 

له هغې وروسته چې ټي.ټي.پي د پاکستان پوځ پر وړاندې خپل بریدونه زیات کړي اسلام اباد تل تور پورې کړی دی چې د دغې ډلې مل اتړ له افغانستانه کیږي او په همدې پلمه یې څو ورځې وړاندې د افغانستان پر خاوره هوايي بریدونه وکړل چې عامو افغانانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

  کتونکي په دې باور دي چې دغه تورونه او بریدونه د اسلام اباد هغه هڅې دي چې غواړي ځان له هغې ملامتیا چې د ترهګرو په روزنه او ملاتړ تورن دی وباسي او خپل هېواد د  ترهګرۍ قرباني وښي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي
افغانستان

باهوس: افغانستان کې د ښځو او نجونو حقوق له پامه غورځول شوي او له عامه ژوند محرومې دي

اکتوبر 29, 2026
ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي
افغانستان

ملګري ملتونه په پام کې لري افغانستان کې لسګونه بنسټیزې پروژې پلې کړي

اکتوبر 29, 2026
د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو
افغانستان

د کانونو او معدني منرالونو لومړنی درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

اکتوبر 29, 2026
متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی
افغانستان

متقي: ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت افغانستان ته سرخوږی جوړ کړی

اکتوبر 28, 2026
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې
افغانستان

امریکا په جرمي قضیو کې یو شمېر ښکېل افغان کډوال پاکستان ته لېږدوي

اکتوبر 28, 2026
اېمل ولي خان: افغانستان سره د ستونزو هواری جدي ډېپلوماټیکې تګلارې ته اړتیا لري
افغانستان

د پاکستان سیاسي ګوندونه: اسلام اباد خیبرپښتونخوا کې پوځي پالیسي د ولسونو ځپلو لپاره کاروي

اکتوبر 28, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist