د ولسمشر لومړي مرستیال امر الله صالح د مالیې وزارت د ما لوماتو له مخې ویلي، تر دې دمه له ۱۵۰۰ میلیونه افغانیو زیاتې پیسې د بې اسنادو موټرونو ثبتولو له درکه د دولت خزانې ته راغلي دي.
صالح همداراز ویلي، تر اوسه د بې لاسه موټرونو د اسنادونو توزیع لایحه نه ده بشپړه شوې خو ډاډ یې ورکړ چې د روانې اوونۍ تر پایه به دا ستونزه هم حل شي.











