Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
وډانټ پټېل: پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزې برخه کې د امریکا همکار دی

وډانټ پټېل: پاکستان له ترهګرۍ سره مبارزې برخه کې د امریکا همکار دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/03/21

که څه هم کابل په وار وار افغانستان کې د ترهګرۍ موجوديت او ودې په اړه د نړيوالو اندېښنې رد کړي، خو امریکا یو وار بیا ويلي، نه غواړي افغانستان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر خوندي پټنځای بدل شي.

د امريکا بهرنيو چارو وزارت د ویاند مرستیال وډ‌انټ پټېل په دې برخه کې د خپل هېواد دریځ واضح بللی او پاکستان یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د امریکا همکار یاد کړی.

نوموړي ویلي، امریکا له پاکستان سره د دوه اړخېزو سلامشورو او همکاریو ترڅنګ په دې برخه کې هم له نږدې په اړیکه کې دی.

پټېل وايي: « ډېر ښه، د دې حقیقت په تړاو زموږ دریځ واضح دی، چې موږ نه غواړو افغانستان بیا ځلې د ترهګرۍ پر خوندي پټنځای بدل شي او له پاکستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې د همکارۍ په برخه کې زموږ خبره دا ده، چې له پاکستان سره همکاري کوو، دا هغه څه دي چې موږ له یو بل سره د نورو دوه اړخېزو سلامشورو ترڅنګ په منظمه توګه سره بوخت یوو.»

خو بل پلو بیا د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د ترهګرۍ په تړاو د نړۍ او امریکا اندېښنې بېځایه ګڼي او له دې پدیدې سره پر جدي مبارزې ټینګار لري.

مجاهد وايي، اسلامي امارت دا مهال پر ټول هېواد حاکمیت لري او په خبره یې هېچاته د دې اجازه نه ورکوي چې له افغان خاورې د ترهګریزو فعالیتونو په موخه استفاده وکړي.

هغه زیاتوي: « بې له شکه چې افغانستان اوس امن دی، ثبات لري او واحد حکومت په کې حاکم دی چې ټوله جغرافیه یې تر کنټرول لاندې ده، دلته هېڅ خپلسرې ډلې ټپلې نشته او نه اجازه لري. د افغانستان اسلامي امارت هم چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د چا پر وړاندې وکاروي؛ نو داسې حالاتو کې د اندېښنې څرګندول پر ځای نه دي، څوک دې اندېښنه نه کوي، افغانستان نور د امن او سولې ځای دی.»  

بل پلو د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي هم له ترهګرۍ د مبارزې په نوم له پاکستان سره د امریکا او نړیوالې ټولنې پر پریمانه مرستو نیوکه لري.

دوی وايي، پاکستان د خپلو اوږدمهاله پالېسیو او سیاستونو له مخې د ترهګرۍ له نوم څخه ابزاري استفاده کړې نو له همدې کبله یاد هېواد نه یوازې دا چې په دې برخه کې یې صادقانه مبارزه نه ده کړې، بلکې د خپل دوه مخي سیاست پراساس د ترهګرۍ له پاللو او ودې څخه خپلو موخو ته د رسېدا لپاره ګټه اخېستې.

د سیاسي چارو شنونکی توریالی ځاځی وايي: « امریکا باید پاکستان سره نه بلکې له طالبانو سره همکاري وکړي، ځکه چې پاکستان دی چې ترهګریزې ډلې او ټپلې په کې روزل کېږي، د ترهګریزو ډلو ټپلو ځاله پاکستان دی، دا د امریکا لویه تېروتنه چې له پاکستان سره همکاري کوي.»    

امریکا داسې مهال په افغانستان کې د ترهګرۍ له پراخېدا اندېښنه ښيي او له پاکستان سره د همکارۍ ټټر وهي چې له دې وړاندې د ګڼو پوځي چارواکو په ګډون، د امریکا مخکېني ولسمشر ډونالډ ټرامپ هم د خپلې ولسمشرۍ په موده کې په ځلونو پر پاکستان له دې کبله نیوکه کړې چې ګواکې پاکستان د ترهګرۍ ترعنوان لاندې په کلني ډول له امریکا میلیاردونه ډالر اخېستي؛ خو په مقابل کې یې یوازې امریکا تېر ایستې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی
افغانستان

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ
افغانستان

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو
افغانستان

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
ندیم: د زده کړو لپاره بهر ته استول شویو استادانو باندې د بیت المال لګښت شوی او باید بېرته راشي
افغانستان

لوړو زده کړو وزارت: له پاکستانه اخراجېدونکي زده کړیالان به خپلې زده کړې په کور دننه بشپړې کړي

سپتمبر 10, 2026
د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه
افغانستان

د کابل ښار پنځم مکروریان کې د نویو بلاکونو جوړولو ډبره کېښودل شوه

سپتمبر 3, 2026
د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي
افغانستان

د چین ولسمشر: هېواد یې چمتو دی افغانستان، اوکراین او منځني ختیځ کې د سولې هڅې ګړندۍ کړي

سپتمبر 3, 2026

وروستي خبرونه

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

هلمند کې له تېر پنځو کلونو راهیسې څه باندې ۱۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي

سپتمبر 11, 2026
هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

هاشمي او ژیرنوف د افغانستان او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

سپتمبر 11, 2026
د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

د روسیې دفاع وزیر: د افغانستان او تاجیکستان ګډې پولې امنیت لومړیتوب دی

سپتمبر 11, 2026
کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

کابل کې د افغان صنعتي توکو ۷ ورځنی نړیوال نندارتون جوړېږي

سپتمبر 10, 2026
د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

د حکومت ویاند د تېر کال د لاسته راوړنو وروستی مطبوعاتي کنفرانس وړاندې کړ

سپتمبر 10, 2026
کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

کرنې وزارت: هڅه کوو راتلوونکو دوو کالو کې افغانستان د خوراکي توکو له پلوه ځان بسیا کړو

سپتمبر 10, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۵ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist