یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي وسله والو په کندهار ښار کې د هوایي ځواک یو پیلوټ ویشتلی او وژلی دی
دغه پېښه نن غرمه شاوخوا دولس بجې د څوارلسمې حوزې اړوند د فابریکې له سرای سره شوې ده.
امنیتي سرچينې وايي، چې بریدګر له موټر سایکل څخه په استفادې په موټر کي پر ناست پیلوټ حمله کړې ده.
د مسعود احمد په نوم دغه پیلوټ روغتون ته له رسېدو مخکې ساه ورکړې ده.
وسله وال په تېښته بریالی شوي خو تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسولیت نه دی منلی.
د افغانستان هوايي ځواک په تېرو کورنیو جګړو کې په بنسټیز ډول له منځه لاړ خو اوس چې یو ځل بیا یې د جوړولو هڅې پیل شوي ور سره په دې مهم بنسټ بریدونه هم پيل شوي.
کابل کې هم د ناپیژانده وسله والو له لوري وخت ناوخت پر افغان پيلوټانو بریدونه شوي، عامه باور دادی چې ګاونډیان نه غواړي افغانستان په خپلو پښو ودریږي او خپلواک ملي ځواک ولري.











